اسلام آباد۔17مارچ(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د نائيجير د دفاع وزير مېجر جنرل (ر) ب??ير صالحي مګاشي د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ خارجه وزير ووئيل د پاك??تا?? او نائيحيريا ترمينځه زياته شوې دفاعي مرسته د اطمينان وړ ده ٬ تېر كال د پاك??تا?? جے اېف تھنډر جنګي الوتكو نائجيريا ته منتقل كېدل خوشين دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل چې نائيجيرين پوځ ته په پاك??تا?? كښې د ترهګرۍ مخنيوي تريبې وركول زمونږ د مستحكمو دفاعي اړيكو څرګندونه كوي۔ خارجه وزير د پاك??تا?? او نائيجيريا ترمينځه د ترهګرۍ مخنيوي ٬ بارډر مېنجمنټ او د سروېلنس په اړه د تفاهم لوظنامې زر تر زره لاس ليك كېدو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل مونږ دوه اړخيزه سياسي مشاورت ٬ سفارتي او سركاري پاسپورټ لرونكو له د وېزې ختمولو او د تفاهم ځنډولې شوې لوظنامو ته زر تر زره حتمي شكل وركولو كښې خوښي لرؤ۔ خارجه وزيرووئيل مونږ د نائيجيرين صدر بوهاري د پاك??تا?? زر تر زره دورې كولو ته سترګې په لار يؤ