اسلام آباد 18مارچ (اے پی پی) د پاكستان علما كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او مېنځني ختيځ خ??ص استازي حافظ محمد طا??ر محمود اشرفي وئيلي دي چې الحمد لله د اسلاموفوبيا مخ نيوي په قرارداد په ټول هېواد د تشكر ورځ ولمانځل شوه، دا قرارداد پاكستان د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو په غونډه كښې وړاندې كړے و او پرېكړه شوې وه چې دا به د اسلامي مرستې تنظيم په مرسته پاكستان په ملګرو ملتونو كښې وړاندې كوي، كله چې پاكستان دا قرارداد وړاندے كړو نو د اسلامي مرستې تنظيم نه علاوه روسيې، چين او نورو يو شمېر هېوادونو هم د دې تائيد وكړو. حافظ طا??ر محمود اشرفي وئيلي دي چې ټولې اسلامي نړۍ په دې لړ كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ده، دا مسئله د ټول اسلامي امت ده د كوم حكومت يا كوم فرد مسئله نه ده. ده ووئيل چې نن په ټول هېواد كښې د جمعې په خطباتو كښې علما و مشائخ او اولس په دې د الله شكر ادا كړے دے. ده ووئيل چې اسلام ترهګرې او انتهاخوښې سره تړل كېږي يا چې كومې د مسلمانانو ستونزې دي، هغه به ختم شي. ده ووئيل چې د اسلامي مرستې تنظيم غونډه د مارچ په 22مه نېټه په اسلام آباد كښې كېږي. نن د خالي په ورځ به د مېلمنو راتګ پېل شي او د مارچ تر 24مه نېټه به دلته موجود وي. ده ووئيل چې د پاكستان په عظيم د 23م مارچ په پرېډ كښې به هم دا مېلمانه ګډون كوي. ده ووئيل چې په كان??رن?? كښې د كشمير په مسئله هم خبرې كېږي، د كشمير مشران?? ته هم بلنه وركړې شوې ده. ده ووئيل چې د مارچ په 22مه نېټه به سهار د اسلامي جهموريه وزيراعظم عمران خان د كان??رن?? پرانسته كوي. د كان??رن?? په اړه چې كومو پلاوو او هېوادون?? ته بلنه وركړې شوې، ټول به په دې كښې ګډون كوي