اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) په سعودي د حوثي ياغيانو لخوا پرله پسې بريدونه د غندنې او افسوس وړ دي، بايد ملګري ملتون??، د اسلامي مرستې تنظي?? او اسلامي نړۍ په دې لړ كښې په سمدستي توګه اقدامات وكړي. دا خبرې د پاكستان ??لما كونسل او د تعظيم ح??مېن شريفېن نړيوال كونسل مشرانو په يو شريك بيان كښې كړې دي. د پاكستان ??لما كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او مېنځني ختيځ خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي، علامه عبد الحق مجاهد، مولانا محمد شفیع قاسمی ، مولانا نعمان ??اشر، مولانا اسعد زکریا قاسمی ، مولانا زبیر عابد ، مولانا اسد اللہ فاروق ، علامه طاهر الحسن ، مولانا طاهر عقیل اعوان، مولانا عزیز اکبر قاسمی ، مولانا محمد اسلم صدیقی په خپل يو شريك بيان كښې وئيلي دي چې په سعودي د حوثي ياغيانو لخوا په بريدونو كښې پرله پسې اضافه كېږي، يو خوا د وګړو او بل خوا د تېلو د تنصيباتو په نښه كولو هڅې كولې شي كومه چې د نړيوالو جنګي اصولو هم خلاف ورزي ده او په يو صورت هم د قبلولو وړ نه ده. دې مشرانو ووئيل چې مملكت سعودي عرب ارض حرمېن شريفېن هر مسلمان لپاره مقدس دے او كوم هم مسلمان ?? ارض حرمېن شريفېن د سلامتيا او استحكام په ضد كوم سازش په يو صورت هم نشي زغملې. بايد ملګري ملتون??، د اسلامي مرستې تنظي?? او اسلامي نړۍ په دې لړ كښې په سمدستي توګه اقدامات وكړي. دوي ووئيل چې د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ علما و مشائخ په ارض حرمېن شريفېن د كېدونكو بريدونو بشپړه غندنه كوي او په دې لړ كښې د مملكت سعودي عرب مشرانو خادم ح??مېن شريفېن باچا سلمان ??ن عبدالعزيز او د هغه ولي عهد امير محمد بن سلمان ??و د سعودي اولس ته د خپل بشپړ ملاتړ باور وركوي. دې مشرانو ووئيل چې د پاكستان مشرانو او په خاص توګه سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه او وزيراعظم عمران ??ان څو څو ځله د دې خبرې څرګندونه كړې ده چې د ارض حرمېن شريفېن سلامتيا، امن او استحكام پاكستان ??ه ډېر عزيز دے او په دې لړ كښې چې سعودي د پاكستان نه كوم ډول مرسته وغواړي، پاكستان هغې لپاره تيار دے. مشرانو اعلان وكړو چې د رمضان ??لمبارك د 20مې نېټې نه به د رمضان ??لمبارك تر اختتام عشره تعظيم ح??مېن شريفېن لمانځلې شي.