اسلام آباد۔3اپریل (اے پی پی) په قومي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم په ضد تحريك عدم اعتماد د آئين په آرټيكل 5 په ضد ګرځول كېدو سره مسترد كړې شو۔ د اتوار په ورځ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د اطلاعاتو او خپرونو او قانون وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن موقف اورېدو نه وروستو رولنګ وركولو سره ووئيل د وزیراعظم په ضد عدم اعتماد تحريك بايد د آئين او قانون له مخې وي۔ ده ووئيل د وزيراعظم په ضد عدم اعتماد تحريك د آئين آرټيكل 5 په ضد دې نو ځكه زه دا تحريك مسترد كوم۔ دې نه مخكښې فواد چوهدري د اعتراض په نكته ووئيل د مارچ په 7 مه نېټه زم??نږ يو سفير په يو آفيشل ميټنګ كښې ګډون كوي٬ زم??نږ سفير ته دا وئيلي شي چې د عمران خان په ضد تحريك عدم اعتماد وړاندې كولې شي٬ د مارچ په 8 مه نېټه تحريك عدم اعتماد رامخې ته كېږي٬ م??نږ ته دا وئيلې شي چې پاكستان سره زم??نږ اړيكې د عدم اعتماد تحريك كاميابۍ سره تړلې دي٬ كه عدام اعتماد تحريك كاميابېږي نو بيا خو تاسو ته معافي كولې شي او كه كامياب نه شي نو بيا به ستاسو لاره ډېره سخته شي۔ ده ووئيل د بده مرغه د بهرني قوتونو په منشا دلته د رجيم بدلولو هڅې روانې دي۔ زم??نږ د يو شمېر اتحاديانو او د خپلو 22 كسانو ضمير بېدارېږي او معاملات دې حد ته رارسي۔ دا معامله د عدم اعتماد نه٬ د آرټيكل 5 ا?? ده ٬ آيا د 22 كروړه اولس رياست دومره كمزورې دې چې بهرني قوتونه دې دلته حكومتونه بدل كړي؟ آيا د بهرني هېواد په مرسته پاكستان كښې رجيم بدلېدې شي؟ آيا دا د آئين د آرټكيل 5 خلاف ورزي نه ده؟ آيا زم??نږ پاكستانيانو هېڅ حېثيت نشته ؟ آيا م??نږ غلام يؤ ؟ آيا م??نږ د اپوزيشن لارښود د وېنا له مخې سوالګري يؤ؟ كه م??نږ غېرت مند يؤ نو دا تماشا چلېدې نه شي۔ د چيئر لخوا بايد په آرټیکل 5 اے رولنګ راشي۔ په دې ډپټي سپيكر رولنګ وركولو سره ووئيل د آئين آرټيكل 5 لاندې دا هر يو وګړي ذمه واري ده چې هغه خپل رياست سره وفادار پاتې شي۔ ده ووئيل د عدم اعتماد تحريك شاته يو غېر ملكي سازش دې له دې كبله زه دا رولنګ وركوم چې م??نږ دا تحريك مسترد كوؤ۔ دې سره هغه د قومي اسمبلۍ غونډه تر نامعلومه مودې وځنډوله۔ په دې مهال حكومتي غړو د سپيكر كرسۍ په خپل حصار كښې واخسته او دا نعرې يۍ پورته كړې: د امريكا چې څوك يار دے غدار دے ٬ غدار دے۔