اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د مقبوضه کشمير سرښار سرينګر جامع مسجد كښې د شب قدر او جمعة الوداع په اجتماعات د پابندۍ غندنه كړې۔ د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ د غندنې خپل بيان كښې وئيلي دي د هند قابضو ځواكونو د روژې مباركې په مياشت كښې د هند په غېر قانوني قبضه كړي جمو و كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو ظلمونه زيات كري،هند د سرينګر په جامع مسجد كښې د شب قدر او جمعة الوداع په اجتماعات پابندي لګولې چې پاكستان ئې په سختو ټكو غندنه كوي۔ وياند ووئيل د امن او د رحمتونو پ?? مقدسه مياشت كښې د كشمير د مسلمانانو پ?? مذهبي آزادۍ قدغن لګولے شوے كوم چې د غندنې وړ دے۔ وياند ووئيل په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا دا د ظالمانه اقدامات يوه نوې كړۍ ده چې ورسره د مسلمانانو مذهبي جذبات مجروح شوي د دې نه وړاندې په مقبوضه کشمير كښې د قرآن پاک بې حرمتي، جومات او امام بارګاه ته د اور لګولو ناوره پېښې هم رامخې ته شوي۔ وياند ووئيل هندې پوځ په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي او ??ن تر دې چې په مذهبي آزادۍ ئې هم قدغن لګولے۔ وياند ووئيل پاکستان په مقبوضه سيمه كښې د هند لخوا د كشميري مسلمانانو پ?? مذهبي آزادۍ د بندېز لګولو پ?? سختو ټكو غندنه كوي۔