اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د چين حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونې لپاره د خالي په ورځ د چين سفارتخانې دوره كړې او په 26 اپرېل 2022 په كراچۍ كښې په رامخې ته شوې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د چينائي وګ??و په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ۔په دې موقع د چين سفارت ناظم الامور او افسرانو سره په خ??لو خبرو ك??ې صدر ووئيل په دې پېښه د پاكستان ټول قام دړدېدلے او مونږ د چينائي وګ??و په غم كښې برابر شريك يو۔ډاكټر عارف علوي د دې عزم پخلے وكړو چې ??اكستان به د چينائي وګ??و تحفظ باوري كوي او په دې پېښه كښې ككړ كسان به انجام ته رسولو له كومه بې غوري نه كوي۔صدر مملكت د دې پیښې غندنې كولو سره ووئيل زمونږ دښمنانان د پاك چين ملګرتيا او سي پیك منصوبې ته زيان رسول غواړي خو هغوي به چرې هم پخ??لو عزائمو ك??ې بريالې نه شي ځكه چې دواړه هېوادونه خ??لو كښې نزدې ملګرتيا لري۔ده د چين ناظم الامور ته ووئيل د چين اولس٬كميونسټ ګوند او صدر شي جن پنګ ته زما د غمرازۍ پیغام ورسوې ۔دغسې د چين ناظم الامور د سفارت په دوره كولو او د چين اولس او حكومت سره د يو والي په څرګندونه كولو د صدر مملكت مننه وكړه۔ده ووئيل دواړه هېوادونه شريك سباؤن لري او خ??لو كښې د ملګرتيا او مرستې يو تاريخ لري۔ده د بريد غندنې كولو سره هيله څرګنده كړه چې ??ه دې پېښه كښې ككړ كسان به انجام ته ورسولې شي۔د دې نه پس صدر د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات وليكل۔