اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) خارجه و??ير بلاول بهټو زرداري سينئر حريت لارښود محمد ياسين ملك ته د هندي عدالت لخوا په بې بنسټه تورونو د عمر قېد سزا اورولو سخته غندنه كړې. د شورو په و??ځ په يو ټويټ كښې خارجه و??ير ووئيل محمد ياسين ملك ته د غېر منصفانه سزا وركولو سخته غندنه كوو. ده ووئيل هند د كشميريانو د آزادې او د خ??لواكۍ حق كله هم نه شي غلے كولې. خارجه و??ير بلاول بهټو زرداري ووئيل پاكستان كشميريانو وروڼو خوئيندو سره ولاړ دے او هغه به د دوي د منصفانه هڅو هر ډول ممكنه مرسته روانه ساتي