اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويزاشرف وئيلي دي شهيده بي??ظي?? بھټو په پارلمان كښې دننه او د پارلمان څخه بهر يو مثالي کردار لوبونكې سياستمداره وه، د شهيدې بي??ظي?? بھټو عزم ٬ مړانه او هلي ځلي مثالي وې، د موجوده دور ميرمني په محترمه بي??ظي?? بھټو صاحبه وياړ كولې شي۔ده د نهې په ورځ اسلام آباد كښې و يمن کاکس تر سيورې لاندې قامي اسمبلۍ سيکرټريټ كښې دستورې ته د مشر ميلمه په حيث خصوصي خطاب کولو۔دستوره كښې سېنېټر يوسف رضا ګيلاني، سېنېټر جنرل ريټائرډ عبدالقيوم، ډاکټر فهميده مرزا هم ګډون كولو۔راجه پرويزاشرف ووئيل د دې سمپوزيم په كولو د ويمن پارل??من??ري کاکس ټولو غړو له مباركي وركوم ، په خاص توګه د ډاکټر فهميده مرزا د خذمات اعتراف کوم چا چې دې ويمن پارل??من??ري کاکس د بنياد تيګه اېښودې ده ، موجوده سيکرټري ډاکټر سيده شاهده رحماني له هم مبارکي وركوم،هغې د خپلو ذمه وارو سنبھالولو سره يو لوي سمپوزيم کولو باندې شهيدې بينطير بھټو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ ده ووئېل بي??ظي?? بھټو پارلمان كښې دننه او پارلمان څخه بهر مثالي کردار لرونكې سياستمداره وه، د شهيدې بي??ظي?? بھټو عزم ٬ مړانه او هلې ځلې يو مثال لري ، د موجوده دور ميرمني په محترمه بي??ظي?? بھټو وياړ كولې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر ووئيل بي??ظي?? بھټو د ذوالفقار علي بھټو شهيد د يوې صلاحيت لرونكې لور ثبوت وركړے ،جمهوريت او د هېواد پرمختګ لپاره د هغې هلې ځلې به عمر له ياد ساتلې شي، شهيدې بي??ظي?? بھټو د يوې ښې مور ثبوت هم وركړے او د بلاول بھټو زرداري په شان زوي تربيه ئې كړې، ده ووئېل شهيدې راڼۍ چې د سياست په ميدان كښې كوم كردار ترسره كرے هغه مثال نه لري