اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د مواصلات او پوس??ل سروسز وفاقي وزير اسعد محمود د هكله-ډېره اسماعيل خان په موټروے د باران اوبو جمع كېدو انكوائرۍ حكم وركولو سره وئېلي دي په موټروے د مسافرو ځان او مال په خطر كښې د اچولو اجازه نه شو وركولې٬په موټروے دې د اوبو ويستلو ??وثر انتظام وكړے شي دغسې چې د خراب صورتحال څخه بچ شي۔ده دا خبره د نهې په ورځ د اعلٰی كچ غونډې مشري كولو ??ه مهال كړې چې پكښې تېره و??ځ هكله-ډېره اسماعيل خان موټروے باندې د باران اوبو جمع كېدو او ټرافېك متاثره كېدو چارو جاج واخستلے شو ۔ د مواصلات وفاقي سېكرټري او د نېشنل هائي وے اتهارټي چيئرمېن كېپټن(ر)محمد خرم آغا٬د اېن اېچ اے٬موټروے پوليس او د مواصلات وزارت سينئر افسرانو هم په غونډه كښې ګډون كولو۔د مواصلات وفاقي وزير اسعد محمود ووئيل په هكله-ډېره اسماعيل خان موټروے د مسافرو د ځان او مال تحفظ لپاره به هر ممكن اقدامات په عمل كښې راوستلے شي۔د ټولې موټروے د ډيزائن دې تفصيلي جاج واخستلے شي دغسې چې پیښې كنټرول شي۔د هكله-ډېره اسماعيل خان موټروے په شېخ بدين مقام خوړ تېرېږي٬تېره ورځ د خوړ بندېدو له امله په موټروے اوبه جمع شوې وې چې له امله يې ټرافېك متاثره شوے ؤ ۔په غونډه كښې وفاقي وزير ووئيل چې څنګه راته په موټروے د اوبو جمع كېدو اطلاع راغله٬هغه وخت مې سمدستي اقدامات سره د ټرافېك روانېدل باوري كړل ۔په دې موقع اسعد محمود د پیښې انكوائري كولو سره په څلورو ورځو كښې د رپورټ وړاندې كولو ??دايت وكړو۔ده ووئيل په موټروے د مسافرو د ځان او مال حفاظت زمونږ وړومبې ترجيح ده او د انسان لپاره د خطر جوړېدونكې وجوه??ت به چرې ونه زغملے شي