اسلام آباد 06جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اوس د خبرو نه د عمل وخت دے٬ د ګوادر تعمير او پرمختګ د پاكستان د روښانه سباون ضامن دے٬ د بلوچستان تعمير او پرمختګ هېواد څخه د غربت خاتمې او د عمري امن بحالۍ لپاره ډېر ضرورې دے، د ګوادر پشمول بلوچستان د پرمختګ په سفر كښې د هېواد نورور سيم?? سره يو برابر كول زمونږ د ټولو قامي فريضه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ بلوچستان او ګوادر كښې د روانو پرمختيائي منصوبو پحقله د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع وزيراعظم ووئيل ګوادر بندرځائ د خپل چاپېرچل نه علاوه سياسي٬ او معاشي اعتبار سره نړيوال تجارت لپاره ډېر مناسب او مهم دے٬ مونږ له د دې بندر ځائ د لارې د هېواد بره او شمالي سيمو څخه د درآمدي سامان ترسيل باوري كول دي٬ دې مقصد لپاره د ګوادر څخه د هېواد تر بره سيمو سړكونه او د رېل پلټۍ ښه ك??ل او فعاله نېټ ورك ډېر ضروري دے، ده ووئېل مونږ پهډېر محنت كولو په دې لړ كښې د شوي مجرمانه غلفت ازاله ك??ل غواړو او مخ په وړاندې تلل هم۔ وزيراعظم د برآمدي څانګې پرمختګ او په خاص توګه د ګوادر اولس لپاره د روزګار پراخه موقعې راپېدا كولو لپاره هلته د چين سرمايه كاريباوري كولو لپاره د هر ممكنه اقدامات كولو امر وكړٶ۔ ده په دې لړ كښې د بلوچستان چيف سېكرټري او د منصوبه بندۍ سېكرټري ته د چين كمپنو پلاوي سره په مشاورت خوراك٬ زراعت او په پېټروكېميكلز كښې سرمايه كارۍ لپاره د عمل وړ پلان جوړولو هم امر وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم د بلوچستان چيف سېكرټري ٬ د سمندري چارو وزارت سېكرټري ٬ د رېلوے سېكرټري ، د اېن اېچ اے چيئرمېن او د چائنه اوورسيز پورټهولډنګ کمپنۍ پاکستان (سي او پي اېچ سي) چيئرمېن د بېلا بېلو پرمختيائي منصوبو د پېشرفت نه خبر كړٶ۔ وزيراعظم د تجارتي سامان ترسيل باوري كولو لپاره اېن اېچ اے ، د سمندري چارو وزارت او د منصوبه بندۍ وزارت ته د اختر نه پس د جاج اغستو د مشتركه رپورټ وړان??ې كولو امر هم وكړو۔ د سمندري چارو وزارتسېكرټري وزيراعظم ته ووئيل پهګوادر پورټ برېك واټر پراجيکټ (مراعاتي لوظنامو) له مخې جوړېدونكے ٶ٬ دې لپاره 445 مېليونه ډالره ګرانټ او 484 مېليونه ډالره قرض د چين واكمنو وركړے خو دا منصوبه د ځڼډ ښكار ده٬ وزير اعظم په دې مجرمانه بې غورۍد غم او خشم څرګندونه ك??ل?? سره د وزيراعظم معائنه ك??ېشن چيئرمېن ته امر وكړو چې ھغه د دې غفلت تحقيق كول?? سره په يوه اوونۍ كښې جامع رپورټ وړان??ې كړي۔ د چائنه اوورسيز پورټهولډنګ کمپني (پاکستان)چيئرمېن وزيراعظم ته ووئيل د 1.2 مېليونه ګېلنه د ورځې استعداد لرونكے پلانټ به ډېر زر پاكستان ته راورسي او سږ كال تر پائي به پېداوار پېل كړي۔ د بلوچستان چيف سېكرټري ګوادر لپاره د سولر توان منصوبې په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركولو كښې ووئيل د ګوادر ښار 35500 كورنيو كښې 31 زره ك??رنۍ آن ګرېډ او 4500 كورنۍ آف ګرېډ دي٬ د آن ګرېډ كورنيو د برېښنا ضرورت ترسره ك??لو لپاره كېسكو او د نجي سېكټر په اشتراك سره بلډ٬ آپرېټ اينډټرانسفر (بي او ټي) په بنيادونو مني سولر پارك لګولے كېږي، كوم لپاره چې به نېپرا پاور پرچېز اېګريمنټ جاري كوي او آف ګرېډ كورونو لپاره به د 1.8 اربه روپو په لګښت سره د 3KW سولر هوم سټيشنز لګولے كېږي۔ د رېلوے سېكرټريوزيراعظم د ګوادر او د هېواد د نورو ښاريو ترمېنځه د رابطې پحقله خبر كړو ٬ په دې لړ كښې د رېل پټلۍ غزولو پحقله په پېشرفت بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم د دې لا موثره ك??لو لپاره د هر ممكن اقداماتو امر وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران مفتاح اسماعيل، سيد فېصل سبزواري، انجينئر خرم دستګير، خواجه سعد رفيق، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او اړوندو لوړ پورو ګډون كولو