اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) آزاد جمو كشمير شاخ كل جماعتي حريت كنفرنس جنر سې??رټري شېخ عبدالمتين وئېلي دي چې د اګست 5مه نېټه كال 2019م د تاريخ تور باب دې٬مودي سركار په دې ورځ د كشميريانو په شناخت نيغ په نيغه بريد كړی٬كشميرې اولس به د هند رياستي ترهه ګرۍ باوجود د حق خود اراديت لپاره ت??ريكه روان ساتي۔د آزاد جمو كشمير او پاكستان شاه ??ل جماعتي حريت كنفرنس د اطلاعاتو سې??رټري امتياز واني لخوا جاري شوي بيان له مخې شېخ متين وئېلي دي چې د مودي پ مشرۍ كښې د هند حكومت د اګست په 5مه نېټه كال 2019م په رياست كښې د آبادياتۍ بدلون راوستلو ناوړه عزائم سره د جمو كشمير متنازعه سيمې قانوني حېثيت بدلولو هڅو ټوله وادي د نړۍ تر ټولو لويې زندان كښې بدل كړی چرته چې د ټول بنيادي حقوق سل كولو سره د وګړو ژوند اجيرن جوړ كړې۔ د هند پارليمان تش د نوم قرارداد د لارې د هندي آئين آرټيكل 370 او 35A له مخې سيمې ته وركړې شوې خاص حېثيت او خپلواكي منسوخ كړې شوه٬ د آرټيكلز قصدا ً غېر قانوني تنسيخ د سيمې ځايې خلكو لپاره پرېشانۍ زياتې كړې۔ده ووئيل چې د هند حكومت د بې ګناه ??ګړو په ضد جارحانه اقدامات پېل كړل او دوي نه يوازې د ژوند د بنيادي آسانيو څخه محروم كړې شول بلكې دوي د قابض ځواكونو دلاسه سخت ظلم٬بربريت چې پكښې اوږده كرفيو٬ماورائے عدالت قتل٬عصمت دري٬ګرفتارۍ٬بدسلوكي او د حراست په مهال تشدد شامل دې٬مخ كړې شول۔ ده ووئيل چې بايد نړيو??لې ادارې د بشري حقونو نړيوال تنظيمونه او ملګري ملتونه د مقبوضه كشمير د خپلواكۍ حېثيت بحالۍ لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل سږ كال د اګست په پنځمه نېټه په مقبوضه كشمير كښې د هند د يو اړخيزه او غېر قانوني اقداماتو په درې كال?? ترسره كېدو د استحصال ورځ لمانحلې كېږي۔د حريت كنفرنس لارښود ووئيل چې هند له اګست 5مې نېټې كال 2019م غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات بېرته اخستل پكار دي او د مقبوضه سيمې آبادياتۍ ډهانچې بدلولو لپاره خپل غېر قانوني اقداماتو مخ نيوې كول پكار دي