اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) پاكستان به ?? هند په غېر قانوني قبضه كښې د جمو و كشمير خاص حېثيت ختمولو د غېر قانوني٬ غېر اخلاقي او د غېر آئيني اقدام غندنه كوي او د هندي پوځ د محاصرې په درېو كالو ترسره كېدو به (نن) د اګست پنځمه نيټه د استحصال ورځې په توګه لمانځي٬ حكومت د استحصال ورځې په موقع مظلومو كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپ??ره د سېمينارز او كنفرنسز پشمول د يو شمېر پروګرامونو اهتمام كړے او د كشميريانو په ملاتړ كښې به ګ??د هېواد كښې لاريونونه هم كولې شي چې پكښې به ?? هر طبقه فكر خلق په بشپړه توګه ګډون كوي٬ ټول قام به ??پلو كشمريانو وروڼو له دا پېغام وركوي چې د پاكستان اولس به ?? دوي د خپلواكۍ حق سپېځلو هلو ځلو او د هند?? ځواكونو د ظلمونو په ضد عمرله دوي سره ولاړ وي٬ د لائن آف كنټرول په دواړو اړخونو او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان به ?? پنځم اګست ك??ل 2019 د هند غېر آئيني اقدام غندنې لپ??ره د استحصال ورځ لمانځي۔ ګ??د هېواد كښې به ?? ټولو سياسي ګوندونو كاركنان د لاريونو او نورو هلو ځلو د لارې د مقبوضه كشمير د بې ګناه اولس په ضد د هند د رياستي ترهګرۍ په خلاف احتجاج كوي٬ د سول سوسائټۍ تنظيمونه به ?? كشميريانو په ضد د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو رامخې ته كولو لپ??ره سېمينارز او نور پروګرامونو هم كوي۔ د استحصال ورځې په موقع به ګ??د هېواد كښې يوې دقيقې لپ??ره خاص خاموشي اختيارولې شي، ټرافېك به يوې دقيقې لپ??ره ايسارولې شي او سائرن به ??ږولے شي۔ د يوې دقيقې د خاموشۍ نه پس به په پاكستان راډيو او د پاكستان ټېلي ويژن پشمول د الېكټرانك ميډيا په چېنلز د پاكستان او جمو و كشمير قامي سرودونه غږولې شي۔ په دې مهال به ?? اسلام آباد او د صوبائي سرښارونو په مهمو سترو لارر د كشميريانو حالت زار رامخئ ته كولو لپ??ره په مقبوضه كشمير كښې د قابضو ځواكونو لخوا كېدونكي ظلمونه رامخې ته كولو لپ??ره پوسټرز او بل بورډز لګولې شي٬ د اګست په پنځمه نيټه ك??ل 2019 كښې د مودي په مشرۍ كښې د بي جے پي حكومت د هند آئين آرټيكل 370 او 35A ختم كړے ٶ د كوم له مخې چې كشمير ته خاص حېثيت وركړے شوے ٶ