اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي)د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد امجد خان نيازي سره د د عراق د بحر??ه كمانډر لېفټيننټ جنرل احمد جاسم معارج عبدالله الزيد ليدلي دي۔ د دواړو هېوادونو مشرانو د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او دوه اړخيزه سمندري مرسته د خيالاتو څرګندونه كړی۔ د پاك بحريه وياند له مخې د عراق بحر??ه كمانډر لېفټيننټ جنرل احمد جاسم معارج عبدالله الزيد د نيول هېډكوارټرز اسلام آباد دوره وكړه۔ نيول هېډكوارټرز ته په رسېدو د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد امجد خان نيازي د خاص مېلما هركلے وكړو۔ د عراق د بحر??ه كمانډر ته په روايتي ډول كښې ګارډ آف آنر هم وړاندې كړی شو۔ او هغه پرنسپل اسټاف آفيسر سره متعارف كړے شو۔ خاص مېلما ته د پاك بحريه ذمه وارو او استعداد كار په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د عراق د بحر??ه كمانډر په منطقه كښې د ميري ټائم سېكورټي په اړه د پاك بحريه هڅې وستائېلې۔ د عراق بحر??ه كمانډر دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده ترلاسه شي