??سل??م آباد 26 اګست (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي ټول قام٬سمندر پورې پاكستانيانو او نړيوالې ټولنې ته د سېلاب ځپليو د مرستې خواست كړے او وئېلې يې دي دوي دې په ټول پاكستان كښ?? د ??ېلاب ځپليو مرستې لپاره راوړاندې شي كوم چ?? د ??ختو بارانونو او سېلاب ل?? امله رېسكيو رېليف او بحالۍ ته سخت ضرورت لري۔د ايوان صدر پرېس څانګې لخوا د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت وئېلي دي په ټول پاكستان كښې سېلاب د خلقو ژوند او معاش تباه كړے ٬پاكستانيانو په تېر وخت كښې هم د غېر معمولي ا??سان دوستۍ څرګندونه كړې۔دوي دې يو ځل بيا راوړاندې شي ا?? د سېلاب ځپليو په مرسته كښې دې برخه واخلي۔صدر ووئيل ټولې حكومتي ادارې٬اېن جي ا??ز او رضا كار د?? د ??ېلاب ځپليو مرسته وكړي۔مېډيا دې هم قام ته د عطيې ترغيب وركړي۔صدر مملكت ووئيل تاريخي بارانونو او سېلاب ولاړ فصلونه تباه كړي٬سړكونو٬پلونو٬بندونو٬مواصلاتي نظام او بنيادي ودانۍ ته هم زيان رسېدلے دے