جعفر آباد 28 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اتوار په ورځ د بلوچستان صوبې په جعفرآباد ضلع كښې د سېلاب ځپليو پوښ??نې او د رېليف و بحالۍ كارونو ??اج اخستلو لپاره ځپلې كلي حاجي الله دينو ??ه لاړو۔ په دې موقع د بلوچستان چيف سېكرټري عبدالعزيز عق??لي وزيراعظ?? ته د مرستې او د تباه شوي انفراسټركچر د بحالۍ په اړه په روانو هڅو بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان صوبې د جعفر آباد ضلعې حاجي الله دينو كلي كښې د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره د جوړ كړې شوې رېليف او مېډيكل كېمپ دوره هم وكړه۔ ده د جعفر آباد ضلعې او خوا و شا سېلاب ځپليو سيمو فضائي جاج هم واخستو. وزيراعظم سېلاب ځپليو ته د مرستې څيزونو وركولو په عملياتو كښې هم برخه واخسته۔ وزيراعظم د مرستې كارونو ??اج واخستو او د سېلاب ځپليو خېريت معلومولو لپاره ئې هغوي سره هم خبرې وكړې۔