اسلام آباد 05 ستمبر (اے پ?? پي) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيري سېنېټر شيري رحمان سره د امريکې پلاوي ملاقات کړے چې پكښې سيلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي هلو ځلو په اړه د خيالاتو څرګندونه ش??ي، د امريکې کانګريس غړي شيلا جيکسن لي د پلاوي مشري كوله دغسې په غړو كښې د کانګريس ټام سوزي او آل ګرين نه علاوه پاکستان كښې د امريکې سفير ډونلډ بلوم هم شامل ؤ۔د موسمياتي بدلون وزارت د اړخه جاري شو?? بيان له مخې د امريکې پلاوې سيلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي هلو ځلو پشمول د ځپليو بحالۍ ??پاره پكار مرستي په اړه خبر كړے شو?? وفاقي وزيري پلاوي ته ووئيل سيلاب له امله 33 مليونه كسان ځپلې شوي دغسې د هېواد جنوبي سيمو كښې اوس هم اوبه ولاړې دي كومې چې انساني صحت لپاره خطري دې۔دې ووئيل د اوبو له امله پيدا كيدونكو ناروغيو په وجه مونږ هيلتھ ايمرجنسي پلو روان يو ،دې ووئېل د سيلاب له امله د رامخې ته شو?? بحران مخنيوي لپاره په سمدستي توګه مرستي ته اړتيا ده۔په دې موقع د امريکې پلاوي سيلاب او بارانونو له امله په شو?? قيمتي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔