اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)د سېلاب له امله د بلوچستان٬سندھ٬سوئېلي پنجاب او خېبرپښتونخوا ځينې ضلعې تباه شوي چې په نتيجه كښې ګڼ شمېر قيمتي ځاني زيان هم شوے ۔سېلاب ځپليو ته سمدستي خوراك٬طبي مرسته او د خش?? راشن ضرورت دے۔پاك فضائيه د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره رېسكيو او رېلفي عمل كښې د زياتې نه زياته بر??ه اخلي۔د پاك فضائيه چورلكې خلق راويستلو سره سره خوراك او طبي سامان وړولو راوړلو كښې هم مرسته كوي۔د مسلسل خوراك او طبي مرستې وركولو لپاره فلډ رېليف كېمپ او سف ټينټ سيتيز جوړ كړے شوي۔د پاك فضائيه وياند له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د پاك فضائيه ډلو 26125 د خوراك پيكټس٬ 1000 د اوبو بوتلې٬د بنيادي خوراك څيزونو پشمول 2475 خش?? راشن پیكټس ضرورتمندو كورنيو له وركړي ٬ دې سره سره 1437 خيمې هم لګولې شوي كومې چې 11720 كسانو ته مرسته وركوي او د وړيا خوراك او استوګنې نه علاوه د پاك فضائيه مېډيكل ډلې په فيلډ مېډيكل كېمپونو كښې د 2810 ??نځورانو طبي معائنه هم كړې