نیو یارک ۔23ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف نړۍ پاكستان كښی د موسمياتي بدلون د لاسه د راغلي سېلاب تباهۍ نه خبرولو سره وئيلي دي په درېو كښې يوه برخه پاكستان په اوبو كښې ډوب شوے ٬ د نړيوال حدت زياتو ناوړه اثراتو پاكستان كښې ژوند ټول عمري له بدل كړے ، پاكستانے اولس د نړيوال حدت زيان پورته كوي ٬ د قامي سلامتيا تعريف اوس بدل شوے ٬ د ??در??ي آفت??نو مخنيوي له به نړيوالې ورورولۍ له يو كېدل وي او د سباؤن تګلاره وضعه كولو له به يو ځائې ناسته كول وي ګني جنګ??نو لپاره به كوم مېدان پاتې نه شي۔ هند د مظلومه كشمير اولس حق غضب كولو له مقبوضه جموں وكشمير د نړۍ تر ټولو لويه پوځي سيمه ګرځولې ده٬ د ملګرو ملت??نو د سلامتي كونسل د قرارداد??نو له مخې د كشمير مسئلې تر حل كېدو به كشميري اولس سره ولاړ پاتې يوؤ٬ جنګ د مسئلې حل نه دے٬ شخړې د سوله ايزو خبرو اترو د لارې هوارېدې شي٬ مونږ له به د خپلو وسائلو رخ اولس پلو كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ملګرو ملت??نو 77 مې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم د خپلې وېنا پېل د قرآڼ پاك د آيت نه وكړو۔ شهباز شريف پ?? خپل خطاب كښې ووئيل نن زه د خپل هېواد پاكستان حالات بيانولو له دلته ولاړ يم ولې زما زړه او دماغ دا مهال هم په خپل هېواد كښې دي٬ مون?? چې د كومو ستونزو نه تېرېږو هغه په ټكو كښې بيانېدې نه شي۔ ده ووئيل تر 40 شپو يو تباهي خپرونكې سېلاب په مونږ مسلط پاتې شوے كوم چې د پېړيو پېړيو موسمياتي ري??ار?? مات كړے ۔ ده ووئېل نن هم د هېواد يو لويه برخه په اوبو كښې ډوبه ده۔ د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 33 ملينه وګړي د روغتيا خطرو سره مخ دي په كومو كښې چی 6 لكه اميدوارې مېرمنې هم شاملې دي۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه 1500 نه زيات كسان په حق رسېدلې دي په كومو كښې چې د 400 نه زيات كوچنيان هم شامل دي۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه خلق ځاني زيان سره مخ شوي ،370 پلونه تباه شوي او 10 لكه ډنګر مړه شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل د سېلاب د لاسه د اولنو اندازو له مخې 13 زره كلوميټره نه زيات سړك??نو ته زيان رسېدلے دے۔ څلور ملين اېكړه باندې ولاړ فصلونه له مينځه تللي٬ د لكھ??نو په شمېر خلق بې كوره شوي ۔ ده ووئيل د ماحولياتي آلودګۍ د لاسه پاكستان ځپلے كېږي٬ پاكستان كښې مو دا ډول آفت كله هم نه وو ليدلے۔ ده ووئيل مونږ دې نه وړاندې زياتېدونكي درجه حرات او اوس سېلاب سره مخ نه وؤ٬ حال دا دے چې په نړۍ كښې كوم كاربن فضا ته لېږلے شي په هغې كښې د پاكستان برخه د يو فيصد نه هم كمه ده۔ ده ووئېل مون?? چې كومو مسئلو سره مخ يو د هغې سبب مونږ نه يؤ۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې خلق دا وائي چې مونږ سره داسې ولې وشول؟۔ ده ووئيل حقيقت دا دے چې دا آفت زمونږ دلاسه نه دې راغلے ٬ زمونږ ګلېشیئرز په تندۍ سره ويلې كېږي٬ ځنګلونه سوزي او د ګرمۍ چپه د 53 ډګري سېنټي ګرېډ نه زياته شوې كومه چې د زمكې تر ټولو ګرمه سيمه جوړېږي۔ ده ووئيل مونږ تباهي كونكي پشكال سره مخ يؤ لكه څنګه چې د ملګرو ملت??نو عمومي سېكتر په زيات مناسب ډول بيان كړے۔ ده ووئيل دا يوه خبره زياته ښكاره ده چې څه په پاكستان كښې رامخې ته شوي هغه به يواځې تر پاكستان محدود نه وي۔ ده ووئيل د خپل اولس لخوا په سخت وخت كښې د مرسته كوؤنكو مننه كوم۔ ده ووئيل زه د پاكستان په دوره كولو د ملګرو ملت??نو د عمومي سېكتر هم مننه كوم۔ ده ووئيل مونږ د پرمختيائي فنډ برخه هم د رېسكيو او ريليف پ?? چارو مصرف كوؤ۔ ده ووئيل تردې دمه سېلاب ځپليو ته 70 اربه روپۍ وركړې شوي دي