اسلام آباد۔30ستمبر(اے پی پی) د اېشين ډوېلپمنت بېنك پاكستان كښې سېلاب ځپليو او ځپلې سيمو لپاره د 2 ارب نه زيات د مرستې رقم منظور كړے۔ دا خبره وسطي او مغربي آسيا لپاره د آسيائي پرمختيائي بېنك ډائرېكټر جنرل ??وج??ن ژوکوف په منېلا كښې ورچوئل پرېس کنفرنس كښې وكړه۔ ده په پاكستان كښې د اوسن??و سېلابي او طوفاني بارانونو د لاسه په شوي ځاني او مالي زين د غم دړد څرګندونه كولو سره ووئيل بېنک دې نه وړاندې د خوراك رسنې او د خېمو په سمدستي توګه اخستو لپاره د 30 لکه ډالره ګرانټ جاري كړے ۔ ده ووئيل زيات ضروري سامان اخستل او د ځپل??و سيمو بحالۍ او بيا رغونې ل??اره د 500 نه ت?? 700 ملین ډالر پېكج ??م وركولې شي د كوم منظوري به چې د روان كال په اخر كښې وركړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د موسمياتي بدلونونو د لاسه د آفتونو په شدت كښې زياتوالے رامخې ته كېږي او په پاكستان كښې اوسني سېلابونه د موسمياتي بدلونونو نتيجه ده د كومو د لاسه چې 33 ملين خلق ځپلې شوي په كومو كښې چې نزدې 6 لكه د مرستې په كېمپونو كښې مېشته دي۔ دغسې د سېلاب د لاسه 1.7 ملينه كورونو ته زيان هم رسېدلے دے