اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پ?? پی) د پاكستان د هوائي پوځ لخوا د خېبرپښتونخوا، سندھ، بلوچستان او سوئيلي پنجاب سېلاب ځپلو سيمو كښې د طبي مرستې، رېسكيو او بيا بحالۍ چارې په بشپړه توګه روانې دي۔ د پاکستان د هوائې ځواک لخوا د جاري كړې اعلاميې له مخې د پاك هوائي ځواك طبي کېمپونه او ګرځنده طبي ډ??ې سیلاب ځپلو ته ضروري طبي مرستې ورکوي۔ د پاك هوائي ځواك ميډيكل كلېكشن پوائنټس د اوبو د لاسه د پېدا كېدونكو رنځونو په تشخيص كښې بوخت دي۔ د پاك هوائي ځواك اهلكارو په سېلاب ځپلو سيمو كښې ځائي وګړي رېسكيو كړي او دوي ئې محفوظو ځايونو ته منتقل كړي ۔ د پاك هوائي ځواك اهلكارو ځپليو كسانو ته راشن ٬ خوراك ٬ د څښلو پاكې اوبه او د كو?? نور سامان وركړے۔ د تېرو 24 ساعتو اېمرجنسي رېسپانس ډلو ضرورتمندو كو??نيو ته د خوراك 17140 پاكټونه ٬ 315 د اوبو بوتلې او د خشك راشن 402 پاكټونه وركړي ۔ په دې مهال د هوائي ځواك طبي ډ??و د 1938 رنځورانو طبي معائنه هم كړې ده۔