اسلام آباد 11اکتوبر(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د سياق او سباق څخه يو خوا د و??اندې كړے شوو بيانونو سره تقسيم شوے ماحول د لا خليج سبب ګرځي۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په ميډيا د رامخې ته شوو خبرونو سخت نوټس اخستے چې پكښې د ګل په ورځ د “آج”ټي وي خبريالې عاصمه شيرازي سره د مركې په م??ال د “سائفر”په اړه د صدر بيان په بشپړه توګه د سياق او سباق څخه اخوا وړاندې كړے شوے۔په خپله مركه كښې صدر مملكت په واضحه توګه وئېلي وو چې د سازش په اړه “شك”“suspicion” دے دغسې د دې حتمي پريكړه به د ??لټ??و نه پس كولې شي۔ده ووئيل چيف جسټس آف پاكستان ته خط ليكلو نه تراوسه د هغه موقف كښې كوم بدلون نه دے راغلے او په دې خط كښې هغه سپريم كورټ ته د بشپړه انكوائري خواست كړے ؤ ځكه چې زه كلك باور لرم چې د دې معاملې ??لټ??و ته اړتيا ده۔صدر مملکت دا معامله سپریم کورټ ته ځكه نه ده وړاندې كړې چې دې كښې د سازش په اړه كوم شك او شبه نه وه، بلکه دا معامله د هېواد پخوانې وزیراعظم د اړخه پورته كړې شوي وه، لهٰذا، د ټولو موجودو واقعاتی شواهدو پشمول غیر جانبداره ??لټ??و ته اړتيا ده۔ده ووئيل مونږ دا حقیقت نظر انداز كولې نشو چې د سائفر په قامی كچه اثرات رامخې ته شوي او له امله ئې سیاسی اړے ګړے راپیدا شوے۔دې لپاره ما د سپریم کورټ څخه د حکومت د جاري كړي ډیمارش څخه اخوا هم د غیر جانبداره ??لټ??و خواست كړے ؤ۔دا د بدقسمتۍ خبره ده چې د صدر مملکت الفاظ په يوه انتهائی سنجیدہ معامله د حقائقو څخه اخوا وړاندې كړې شوي د كومو چې ناوړه اثرات مرتب شوي۔صدر مملکت پارلیمنټ كښې او د دې نه ځانله هم څو واري د ’’سیاق او سباق څخه د اخوا ‘‘تصویر کشی د مضمرات په اړه خبره كړې او د سیاق او سباق څخه اخوا وړاندې كړي خبرون د تقسیم شوي ماحول د لا خلیج پیدا کولو سبب ګرځي۔