اسلام آباد۔ 3 نومبر(اے پی پی) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي چې د تحريک انصاف مشران په بنده کوڅه کښې د ګېرېدو نه وروستو اوس د ادارو او عدالت نه د مداخلت غوښتنه کوي٬ په شارټ کټ مارچ کښې نه خلق را??ځي او نه د دې كومه نتيجه را??خې ته كېږي۔ د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل كله چې عمران ته كوم ډيل نه ترلاسه كېږي او د ده غېر آئيني غوښتنې نه منلې كېږي نو دې په كنټېنر اودرې??و سره دا وائي هېچا سره به خبره نه كوم۔ كوم ته چې د تحريك انصاف لارښود سياسي بحران وائي هغه سياسي بحران نه بلكې د عمران خان سياست دے٬ كه ده پارليمنټ ته اهميت وركړے وے نو نن به ده رېسكيو اپيل نه كولو۔ دې ووئيل تحريك انصاف لا اوس د جمهوري او آئيني سياست زده كولو پړاؤ څخه تېرېږي٬ كه دې ??مهوري سياستدان وې نو ده به د مارشل لاﺀ خبرې نه كولې۔ دې ووئيل عمران غواړي دا نظام لمينځه يوړلې شي او دې ?? هېواد باچا جوړ شي۔ دې ووئيل ته چې د پارليمان په ځائې كنټېنر ته خېژې نو بيا خو به بندې كوڅې ته ننوځې۔