بيجنګ 04 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي پاكستان به د ??ام??اب او پرمختګ شريك منزل لپاره منطقې او په ټوله نړۍ كښې د امن او هم غږۍ ودې لپاره د چين ??ره په ګډه كار كوي٬په دې كښې ??ېڅ شك نشته چې چين ??ه لا پرمختګ كوي او د پاك چين ملګرتيا اړيكې به لا ژورې او قوي شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده شنهوا سره په يوه مركه كښې كړې۔ده ووئيل تاسو ته په كال 1981 كښې په سړكونو شايد چرته ګاډي بسونه او سائيكلې به ښكارېدې٬ خو بيا په يو څو كلونو كښې ټول هېواد بدل شو او د نړۍ دوهم لوي معيشت شو۔دا د خپل نوعيت يوه معجزه ده۔ده ووئيل دا د چين كميونسټ ګوند د لارښودو بصيرت انګيز قيادت٬د هغوي وژن٬قربانۍ او د مينې په سبب شوي ۔وزيراعظم ووئيل د چين كميونسټ ګوند 20م نېشنل كانګرېس په ټوله نړۍ كښې يوه ښه ښكاره پېغام وركړے چې چين ?? تسلسل٬استحكام او د امناكه شريكې بقا سره ولاړ دے۔د غربت مكمل ختمولو٬د روزګار ښو موقعې وركولو٬تعليم او د صحت خيال ساتلو كښې د چين ??ام??ابۍ رامخې ته كولو سره شهباز شريف ووئېل د شي جن پنګ سي پي سي مركزي كمېټۍ جنرل سېكرټري په توګه بيا ټاكنه نه يواځې د چين ??ولس بلكې د دوستانو هېوادونو لپاره هم مهمه ده۔ده ووئيل په نړيواله كچه نن د صدر شي جن پنګ په قيادت كښې چين يو داسې هېواد دے د چا نه بغېر چې هېواد وړاندې نشي تللے ٬ دا د ??ام??ابو يو عظيم احساس دے۔ده واضحه كړه چې پاكستان د چين څخه د زد?? كړې هڅه كوي۔شهباز شريف ووئيل په دې كښې ??ېڅ شك نشته چې چين ??ه لا پرمختګ وكړي او د پاك چين ملګرتيا اړيكې به لا قوي شي٬د پاك چين ??فارتي اړيكو قيام نه پس د تېرو 7 لسيزو په مهال چين ?? يو بې مثاله او منفرد دوستي يا د كلكې ورورولۍ ثبوت وركړے۔ده ووئيل دواړو هېوادونو د شريك باور٬احترام د مرستې په بنياد اړيكو ته وده وركړې۔شهباز شريف د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ(سي پیك) منصوبه د پاكستان برېښنا٬توان٬انفراسټركچر او پبلك ټرانسپورټ په څانګو كښې بدلون راوستلو لپاره د يو ګيم چينجر په توګه ستائېلې۔۔وزيراعظم په چين كښې د شينزن سپيډ حواله وركولو سره ووئيل دې ته مونږ پاكستان سپيډ وائيو او دغه ورورولي٬مرسته او دوستي ده۔ده هيله څرګنده كړه چې سي پېك به د كركيلې٬جديد ټېكنالوجي او آئي ټي انډسټري ته ودې وركولو لپاره وړاندې پړاؤ ته لاړ شي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د مل??رو ملتونو او ټولنې ترمينځه هم آهنګۍ او پرامن شريكې بقا ته وده وركولو لپاره د چين مجوزه ګلوبل ډوېلپمنټ انيشيټو او ګلوبل سيكورټي انيشيټو ملاتړ كوو۔