کراچۍ 18 نومبر (اے پي پ??) د كراچۍ په اېكسپو سنټر كښې څلور ورځنے نړيوال نندارتون “آئيډياز 2022” د جمعې په ورځ پائې ته رسېدلے كوم چې د تېرو كلونو په نسبت لوي نندارتون ٶ۔ د پائې دستورې ته خپلې و??نا كښې د دفاعي پ??داوار وفاقي وزير اسرار ترين ووئيل آئيډياز 2022 زمونږ د دفاعي مصنوعات شوكېس ٶ۔ ده ووئيل په نندارتون كښې د 40 زره نه زياتو نړيوالو استازو دوره كړې او دې سره د دفاعي پېداوار صنعت ته وده ترلاسه شوې ٬ په دې موقع د 30 نه زياتو هېوادونو سره د تفاهم په يادښتونو لاسليك شوے ۔ ٬ده ووئېل په آئيډياز 2022 كښې د ترکيه، چين، نارتھ کوريا، سوئيلي امريکې، اروپا٬ اسياء او فار ايسټ څخه ښه رېسپانس ترلاسه شوے ٬ په دفاعي نندارتون كښې د اټاليه، ترکيه، چين، انډونيزيا، اورپا، افريقه?? خليجي هېوادونو او په وړومبي ځل آس??ري?? او رومانيه هم ګډون كړے دے