اسلام آباد۔23نومبر (اے پی پی) داخله وزارت د پي ټي آئي لانګ ??ار?? په مهال د ترهګرۍ اندېښنې تر مخه د اولسي غونډې مؤخر كولو وړاندېز وركړے ٬ په اولسي غونډه كښې ځانمرګې بريد يا بمي بريد هم كېدے شي٬ د پي ټي آئي عمومي سېكتر اسد عمر ممكنه خطرو څخه خبر كړے شوے۔ د داخله وزارت وياند له مخې د پي ټي آئي په لانګ ??ار?? كښې د ترهګرۍ اندېښنې په اړه داخله وزارت يوه چيټۍ د پي ټي آئي عمومي سېكتر اسد عمر ته استولې په كومه كښې چې په هېواد كښې د ترهګرۍ د اوسنيو پېښو حواله وركړې شوې ۔ په چيټۍ كښې وئيلې شوي انتها خوښي ګوندونه د پي ټي آئي په لانګ ??ار?? ترهګر بريد كولې شي٬ په بريد كښې د بهرنيو عناصرو لخوا د كارروايۍ هم اندېښنه ده٬ اولسي غونډې د ترهګرۍ نخښه جوړېدې شي٬ په اولسي غونډو ځانمرګې بريد يا بمي بريد كېدے شي۔ په مراسله كښې وئيلې شو?? پاكستان تحريك انصاف دې په پېنډۍ كښې خپله اولسي غونډه مؤخر كړي۔