اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان په پايه تخت کابل كښې د پاکستان ??فا??ت په كمپاٶنډ د جمعې په ورځ بريد شوے چې پكښې د پاكستان مشن هېډ عبيد الرحمان نظاماني په نخښه كړے شوے۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا د جاري بيان له مخې د لوي څښتن په فضل د پاكستان ??فا??ت په كمپاٶنډ بريد كښې د مشن هېډ محفوظ پاتي دے۔ وياندې له مخې په بريد كښې د مشن د هېډ په حفاظت معمور پاكستانې سېكورټي ګارډ اسرار محمد په بريد كښې ژوبل شوے ۔ په بيان كښې وئيلي شوي د پاكستان حكومت په كابل كښې د ??فا??ت مشن په هېډ د قاتلانه بريد او په كمپاٶنډ د بريد په سختو ټكو عندنه كوي۔ وياندې خپل بيان كښې ووئيل د افغانستان عبوري حكومت دې په سمدستي توګه د بريد پلټنې وكړي٬ تورن دې اونيسي ٬ د هغوي محاسبه كول او په ا??غانستان كښې د پاكستان ??فا??تي عملې او د وګړو تحفظ باوري كولو لپاره دې اقدامات وكړي