اسلام آباد۔6 دسمبر(اے پی پی) د بابری مسجد د شهادت 30 كاله بشپړ شوي كوم چې په كال 1992 كښې په ننۍ ورځ د هندو توا تنظيم بھارتيه جنتا ګوند او راشټريه سوائم سيوك سنګھ په مشرۍ كښې هندي انتها خوښو د دغه وخت كانګرېس حكومت خاموشې من??ورۍ سره شهي?? كړو او دغسې د هند انتها خوښې څېره نړۍ ته په ډاګه شوه۔ د کشمیر میډیا سروس لخوا د دغې ورځې په اړه د جاري شوي يو رپورټ له مخې په ایودھیا كښې د 16 مې پېړۍ بابري مسجد انتها خوښو هندوانو د كال 1992 دسمبر مياشتې په 6 مه نېټه د ملبې ډھېر جوړ كړې وو۔ د بابري مسجد د شهادت نه زيات تكليف وركوؤنكې خبره د هند د اعلی عدليې متعصبانه كردار دے كومې چې د كال 2019 نومبر مياشت كښې هندوانو ته اجازه ورکړه چې د تاریخي بابري جومات په ځايې كښې من??ر جوړ کړي۔ د هند سترې محکمې په خپله پریکړه کښې نه يوازې دا چې د هندوتوا نظریې ته ترجيح وركړه بلکې د بابري مسجد په شهادت كښې ككړ د اېل كے اېډواني په څير د بے جے پي لارښود يۍ هم بري كړل۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د هندي سپريم كورټ متعصبې پرېكړې هند په يو هندو هېواد كښې د بدلولو توثيق وكړو چرته چې د مسلمانانو وجود زغملے نه شي۔ د افسوس خبره دا ده چې د بابري مسجد په كېس كښې د بي جے پي د خوښې پرېكړې په اورولو د بي جے پي هندي حكومت د سپريم كورټ پخوانے چيف جسټس كوګ??ئي د راجيه سبھا غړے جوړ كړے دے۔ د کے اېم اېس په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې په هند كښې په خاص توګه د مودي په دور كښې هندوتوا قوتونه د مسلمانانو مذهبي ځايونه پرله پسې ړنګ كوي او د دې نامې بدلوي۔ بي جے پي په هند كښې د زرګونو په شمېر د جوماتونو ورانېدل او ددې په ځائې د من??رونو جوړېدل په ګوته كړي دي او تر دې چې كومې سيمې او ځايونو د مسلمانانو په ن??مه پېژندلې شي هغه د هندوانو نامو ته من??وب كولې شي۔ مسلمانانو لپاره حالات دومره ن??وړه شوي دي چې په هند كښې ځناورو ته هم د مسلمانانو نه زيات حقونه ترلاسه دي۔ د??ئي د غوا غوښې خوړلو په بهانه په رڼا ورځ تشدد سره مخ كولې او وژلې شي۔ حقيقت دا دې چې د بے جے پي حكومت د مسلمانانو د نسل ختمولو من??وبه جوړوي او دې پلو به نړيوالې ورورولۍ ته فوري خپل پام ګرځول وي كومې چې دې نه وړاندې په هند او مقبوضه كشمير كښې د مسلمانانو د ممكنه ن??ل كشۍ په اړه خبردارې وركړې دې