اسلام آباد۔4فروری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي چې ?? هند حكومت د مقبوضه جمو او كشمير ځانګړې حېثيت ختمولو سره په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ تر ټولو بد مثال وړاندے كړے دے۔ د كشميري يووالي ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ده وو??يل كشمير كښې مخ په زياتېدونكي ظلم او زياتي ?? هند بد شکله څېره ټولې نړۍ ته ښکاره کړې ده، اوس وخت راغلې دې چې د بشري حقونو علمبردار هېوادونه ٬ ادارې او تنظيمونه د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كولو له ګامونه پورته كړي۔ ده وو??يل كشمير د پاكتسان شه رګ دے او د پا??ست??ن ټولو سياسي ګوندونو د دې مسئلې د سوله ايز حل لپاره ګامونه پورته كړي دي٬ د كشمير مسئلې د عادلانه حل لپاره په ملي او نړيو??له كچه لا زياتو ګامونو پورته كولو ته اړتيا ده۔ده وو??يل د پا??ست??ن اولس او ادارې نه يوازې د بې ګناه كشميريانو د ازادۍ په ستړو كښې د هغوي بشپړ ملاتړ كوي٬ بلكې د هغوي د ازادۍ تر ترلاسه كولو پورې به د كومې قربانۍ نه دریغ هم نه كوي۔ د كشمير يووالې ورځې مناسبت سره په خپل پېغام كښې د سېنېټ دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفريدي وو??يل چې د فرورۍ پنځمه آزادۍ لپاره د كشميريانو د قربانيو سره د يووالي ورځ ده كومه چې په ټول هېواد كښې مېشته پا??ست??نيان او كشميريان جوش او جذبې سره لمانځي۔ ده وو??يل د كشمير مسئلې په اړه د پا??ست??ن د ټولو سياسي ګوندونو دريځ او غږ يو دے۔ ده وو??يل د كشمير د مسئلې حل به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې وي۔