اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سېنېټر محمد اسحاق ډار يو ځل بيا د میثاق معیشت بلنه وركولو سره وئيلي بايد په معیشت سیاست ونه كړې شي ، میثاق معیشت کولې شو،تيرو 5 كلونو كښې فراډ پالیسیو او نا اهلۍ له امله دا معاشی صورتحال دې۔ د زيارت په ورځ سېنېټ په غونډه كښې سېنېټر محسن عزیز او سېنېټر فیصل جاوید د پوښتنو په ځواب ده ووئيل 2017 سر شميري لو?? خرڅ راغلې ؤ،د لو?? خرڅونو باوجود په دې سنجیده تحفظات ؤ چې له امله ئې 2018 ټاكنو كښې مسئلې رامخې ته شوي وي۔1973 آئین له مخې دا سر شميري رواني دي۔ده ووئيل د نادرا په مرسته جدید نظام ترمخه بچت کیدې شي۔كه دې لپاره په قانون كښې ترمیم ته اړتيا وي نو كولې به شي۔د خزاني وزير ووئيل دا معامله اوس په سپریم کورټ كښې زیر سماعت ده چې د دوه صوبائی اسمبلیو ټاكني په پخواني سر شميري كولې شي يا نه كه دا ټاكني وشي نو په اکتوبر كښې د ټولټاكنو به څه صورتحال وي۔موجوده حکومت په نړيواله كچه كوم لو?? نه دې مات كړي ،ټولي ادائیګۍ په وخت كېږي۔پخواني حکومت په نړيواله كچه لو??نامه ماته كړي د كومو د نتيجو سره چې مه يو۔د چین بینکونو خپله قرضه رول اوور کړې ده۔ مشکل باوجود زرمبادله پانګي زياتيږي، زرمبادله پانګي 10 اربه ډالره څخه زياتي دي۔ده ووئيل تر جون د زرمبادلي پانګي 13 اربه ډالر?? ته رسولو هڅه كوو۔