اسلام آباد 18مئی(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان-ايران بارډر مند-پشين پوائنټ ته تللو لپاره روان شوے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې(نن)د زيارت په ورځ د مند-پشين پولې٬(پاكستان ايران پولې) ته د ايران صدر ابراهيم رئيسي راځي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ايران صدر ابراهيم رئيسي به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ودې لپاره د بارډر ماركيټ پرانسته كوي۔د بارډر ماركيټ قيام څخه به د پولې دواړو اړخه مېشته خلقو لپاره د روزګار موقعې راپې??ا شي او د قاچاق مخ نيوے به بند شي۔د دې نه علاوه حكومت په نورو 5 بارډر ماركيټون?? كار كوي كوم به ??ې ډېر زر تجارت لپاره پرانستلے شي۔د دې نه علاوه دواړه مشران به د 100 مېګاواټ ګبد-پولان بجلي ټرانسمېشن لائن پرانسته هم كوي۔ګبد-پولان ټرانسمېشن لائن د وزيراعظم محمد شهباز شريف په ذاتي خوښۍ رېكارډ موده كښې جوړ كړے شوے۔د دې ټرانسمېشن لائن جوړېدو څخه د ايران څخه د ارزانې برېښنا مجموعي مقدار 204 مېګاواټ ته رسې??لے كوم څخه چې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په بلوچستان كښې د كوم تعطل نه غېر د برېښنا وركړې وعده پوره شوې۔د دورې په مهال به د وزيراعظم او ايران صدر ترمينځه غېر رسمي ملاقات هم كېږي۔