اسل??م آباد 20 مئي (اے پي پي) د ??ذه?? چارو وفاقی وزیر سینیټر طلحه محمود وئيلي دي چې د قربانۍ په لړ كښې د حج كونكو څخه اخستلې شوي 55 زره سړي سر په حساب سره حج كونكو اکاؤنټ ته بيرته لېږلې شوي،سږ كال به د پاكستان څخه يو لاكهه 75 زره كسان د حج فریضه ادا كوي، حج كونكو له هر ممکن آساني وركولو له هڅي كوو،وزیراعظم شهباز شریف ، د كورنيو چارو وزیر رانا ثناء الله او د سعودی سفیر نواف بن سعید المالکی روډ ټو مکه په اړه مهم کردار ترسره كړې په دې د هغوي مننه كوم ، د حج آپریشن وړژمبې پرواز د کراچۍ څخه سهار په 04:55 ٬ د اسل??م آباد څخه وړومبې پرواز د اتوار په شپه په 09:20 روانيږي، اسل??م آباد څخه به پروازونه مدیني منوري ته ځي، دويم پرواز به د کراچ?? نه پس د لاهور څخه ځي۔د خالي په ورځ يو پرېس کنفرنس ته وينا كښې سینیټر طلحه محمود ووئيل سږ كال به يو لاكهه 75 زره كسان د حج فریضه ادا كوي،څلور كاله پس دا لوئ حج كيدونكې دې۔تير كال پاکستان څخه 34 زره كسان د سرکاری سکیم ترمخه او پرائیویټ آپریټرز د لاري 45 زره كسانو د حج فریضه ادا کړې وه۔سږ كال د ټولي نړۍ څخه تقریبا 30 لكهه څخه زيات كسان به د حج فریضه ادا کړي۔ده ووئيل پاكستان څخه چې كله كسان تتل نو په هوائي ميدان به ئې لوئ انتظار کولو اوس دا نه وايو چې انتظار به نه كوي خو په هغي كښې به ښه والې راوستلې شي دغسې چې حج كونكي د انتظار د زحمت څخه څه نه ??ه بچ شي ، 26 زره حجيان به د اسل??م آباد څخه مزل كوي د هغوي امیګریشن او نور ضروری کارروائی به د اسل??م آباد په هوائي ميدان بشپړولې شي چې ورسره به هغوي د انتظار زحمت څخه بچ شي،د هېواد په نورو هوائي ميدانونو اوس هم دا آسانۍ نشته۔