اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو صلاحكار او د مسلم ليګ (ن) د خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي چې مونږ پخپله هم ??ركر يو او د ګوند د وركرز د خذماتو او جائزو غوښتنو پوره كولو احساس لرو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ش??رو په ورځ د مسلم ليګ (ن) خېبرپښتونخوا كنونشن ته وينا كښې وكړه ۔ كنونشن ته د منصوبه بندۍ او خاص اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال٬د پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضٰی جاوېد عباسي او ن??رو سياسي شخصياتو هم ??ينا وكړه۔ امير مقام ووئيل چې كه چرې د مخلوط حكومت برخه نه جوړېدو نو نن د عمران خان نيازي نااهل ډلې هېواد نور د تباهۍ پلو بوتللو۔ ده ووئيل چې د عمران نا??ائق څخه ځان خلاصول د پاكستاني قوم د خوش قسمتۍ علامت دے۔ ده ووئيل چې د 9 او 10 مئي فساداتو نه پس عمران او د هغه د ګوند ليډر شپ نا??ړه عزائم قوم ته رامخې ته شوېدي۔ امير مقام ووئيل چې وزيراعظم شهبازشريف نه يوازې د كار كولو قائل دې بلكې ټولو سره ئې په ګډه كار كول هم د ستائنې وړ دے