اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د لوي اختر د ??وش??الو په موقع د پاكستان قام او اسلامي نړۍ ته مباركي وړاندې كولو سر?? ووئيل چې لاس په دعا يم چې لوي څښتن دې د ټولې اسلامي نړۍ عبادتونه او قربانۍ پخپلې بارګاه كښې قبولې كړي۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې په نننۍ مقدس ورځ حضرت ابراهيم عليه السلام او حضرت اسماعيل عليه السلام د الله په بارګاه كښې ت??ليم او د رضا څرګندونه كولو سره د قربانۍ لازوال مثال وړاندې كړې ٶ٬ دا عمل لوي څښتن ته دومره خوښو شو چې دا ئې ت?? قيامته د محمدۖ امت لپاره ?? عبادت په توګه لازم وګرځولو۔ د?? ووئيل ياد وساتۍ چې! قرباني يو رسم نه دې بلكې يو عالمګير جذبه ده، قرباني يوازې د څارو د ذبح كولو نامه نه ده بلكې د دې مقصد اعلٰې مقاصد ترلاسه كولو لپاره خپل د ژوند مال اسباب د الله په لار كښې قربانول دي۔ وزيراعظم ووئيل دا يو حقيقت دے چې په نړۍ كښې يو قام تر ھغه وخته ترقي نشي كولې ت?? څو چې په ھغوي كښې د ايثار او قربانۍ جذبه نه وي۔ د?? ووئيل د ??وش??الۍ په دې موقع پاكستاني قام او د ګردې نړۍ مسلمانانو ته د زړه د خلاصه مباركي وركوم او د الله په دربار كښې لاس په دعا يم چې الله پاك په پاكستان خپل رحمتونه نازل كړي او زمونږ نېك اعمال په خپل دربار كښې قبول كړي۔ آمين