اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ټول پاكستاني قام او اسلامي نړۍ ته د لوي اختر مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د لوي اختر بنيادي فلسفه قرباني٬ ايثار و خلوص او د الله په لاره كښې خپل خوږ څيز قربانول دي، د اختر د خوشحالۍ په موقع مونږ له د قربانۍ غوښه په بې وځله كس??نو كښې د وېشلو نه علاوه چې څومره ممكن وي د مخ??اجو او حاجت مندو مرسته پكار ده۔ د شورو په ورځ د لوي اختر په موقع د قام په نامه خپل پېغام كښې ده ووئيل زه د لوي اختر او اسلام د عظيم عبادت حج په موقع ټول قام او اسلامي نړۍ ته مباركي وړاندې كوم او د لوي څ??تن په دربار كښې لاس په دعا يم چې الله پاك زمونږ قربانۍ او عبادتونو پخپله بارګاه كښې قبول كړي۔ وزيراعظم ووئيل چې د لوي اختر د خوشحالۍ دا موقع مونږ ته د حضرت ابراهيم خليل الله د حضرت اسماعيل ذبيح الله عليه السلام ياد تاز كوي او دا مونږ ته ښائي چې مونږ د دنياوي رتبے نه قطع نظر تر ھغې د رب د بندګۍ او بشپړ اطاعت دعويٰ نشو كولې تر څو چې مونږ د خپل خالق او مالك په بارګاه كښې د خپل خوږ څيز د قربانۍ جذبه او حوصله نه لرو٬ د لوي اختر بنيادي فلسفه قرباني٬ ايثار و خلوص او د الله په لاره كښې خپل خوږ څيز قربانول دي، مساوات، تزکيه نفس او د زړه او جذباتو طهارت د دې عظيم قربانۍ ھغه ثمرات دي د كومو نه غېر چې د سنت ابراهيمي تر اصل روح رسېدل نشي كېدې۔ ده ووئيل قربانۍ د اختر كولو مقصد دا دې چې په مسلمان??نو كښې ھغه روح٬ اسلام او د ايمان ھغه كېفيت او لوي څ??تن سره مينه او وفادارۍ ھغه شان پېدا شي د كومې څرګندونه چې حضرت ابراهيم عليه السلام او حضرت اسماعيل عليه السلام پخپل ژوند كښې كړے۔ وزيراعظم ووئيل په دې موقع د خپلو غريب??نو او مسكين??نو مرستې كولو په وخت خپل ګېر چاپېر ھغه كسان ضرور ياد وساتۍ كوم چې تېر كال د سېلاب له امله بې كوره شوي، زه احساس لرم چې پاكستان دا مهال ګرانۍ سره مخ دې كوم چې زياتره د بهرني عواملو څخه د پېدا شوې افراط زر او كساد بازارۍ ?? اثرات سبب دے، حکومت خپل ټول توان اولس ته په ريليف ك??ې صرف كوي او مونږ په بجټ كښې هم تنخادارو٬ پنشين??نو او مزدور??نو ته چې څومره كېدل ريليف وركړے دے۔ ده ووئيل د لوي اختر په موقع زه لاس په دعا يم چې لوي څ??تن دې په اسلامي نړۍ كښې امن او سلامتيا او ترقي راولي او كوم كوم ځائ چې مسلمانان ستونزو سره مخ دې په خاص توګه كشمير او د فلسطين مظلوم??نو وروڼو خوېندو ستونزې او پرېشانۍ دې ختم كړي۔ وزيراعظم ووئيل د قربانۍ تعليمات او د حج پيغام د امن، برداشت، ورورولۍ او د الله تعالي په احکاماتو عمل كول دي٬ د دې مقاصدو ترلاسه كولو له مخې د لوي اختر صحيح حق خو به ھغه وخت ادا شي كله چې مونږ د دې تقاضې ترسره كړو او د دې ضرورت٬ اهميت٬ افاديت او په مقصديت غور او فكر كولو سره دا عملي كړو