اسلام آباد 07 جولائی (اے پی پی(د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر طلحه محمود په سويډن كښې د ق??آن پاك د بې حرمتۍ پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئېلي دي چې ټولې پاكستانې اولس د اسلام او ق??آن حكيم په مينه ځان قربانوي ٬ يو مسلمان هم د ق??آن پاك ګستاخي په هېڅ صورت كښې ز??مل?? نه شي ٬ د لوے څښتن آخري كت??ب ق??آن حكيم تر قيامت راتلونكو انسانانو لپاره د هدايت ذريعه ده٬په سفارتي كچه به مونږ له د داسې پېښو مخ نيوي لپاره موثر اقدامات كول وي۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په بيان كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل چې په سويډن كښې د ق??آن پاك بې حرمتي د غندنې وړ ده٬ دې پیښې د اربونو مسلمانانو جذبات مجروح كړي۔ ده ووئيل چې ق??آن پاك زمونږ مقدس كت??ب او د ژوند بشپړه دستور دے٬ ق??آن پاك د نورو مذهبونو لپاره هم د لارې مشال دے٬د ق??آن پاك ګستاخي په هېڅ صورت كښې قبلولې نه شؤ۔ ده ووئيل چې مونږ د ټولو مذهبونو احترام كوو٬د رائے په آزادۍ باو لرؤ خو داسې د يو مذهب مقدساتو توهين بيخي نه شؤ برداشت كولې۔وفاقي وزير ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف په وينا نن په ټول هېواد كښې پرامن احتجاج كېږي٬پاكستانې قوم د اسلام او ق??آن پاك سره په مينه ځان قربانوي۔ ده ووئيل چې د جے يو آئي غړو ته خواست دې چې هغوي په پرامن احتجاج كښې بشپړه برخه واخلي٬پرامن احتجاج سره به دا مسئله په ن??يواله كچه رامخې ته كړې شي۔ده خواست وكړو چې د احتجاج په مهال دې د خلكو ځان ٬ مال او قامي املاك ته زيان ونه رسولې شي٬ مونږ له به په سفارتي كچه هم د داسې اقداماتو مخ نيوي لپاره موثر اقدامات كول وي۔ده غوښتنه وكړه چې او آئي سي او نور فورمونه دې په دې معامله فعاله كردار ولوبوي۔