اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی) د پارليمنټ د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د پي اے سي چيئرمېن نورعالم خان په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د كمېټۍ غړو په شمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ د ??ذه??ي چارو وزارت د آډټ رپورټ 20۔2019 جاج اخستلو سره نور عالم د حج په مهال پاکستانی حاجيانو ته د رامخې ته شويو پېښو نوټس واخست۔ ده ووئيل د نجي څانګې د لارې حج په 25 لکه او د سركاري څانګې د لارې په 11 لكه 80 زره روپۍ كښې كېږي۔ ده ووئيل د حج ورځو ختمېدو باوجود ایډېشنل سېکرټری عطاالرحمن او د حج ډي جي په شمول نوره عمله په سعودي عربستان كښې ده۔ د حج په مهال د اولسي شك??يتونو د انكوائرۍ معامله مو اېف آئي اے ته لېږلې ده۔ انكوائرۍ څخه ??روستو به د ذمه وارو لائسنس منسوخ كولې شي۔ د ??ذه??ي چارو سېكرټري ووئيل په مدینه او مکه كښې حج انتظامات زمونږ ذمه واري وي۔ زياتره شك??يتونه هغه ځايونو څخه ترلاسه كېږي د كوم ځايې انتظامات چې سعودي حكومت سره وي۔ سړي سر حج خرڅونه مو كمولو سره 10 نيم لكه روپۍ كړي دي۔ نورعالم خان ووئيل 1790 كسانو تېر كال مفت سركاري حج وكړو۔ د ??ذه??ي چارو سېكتر ووئيل سرکاری ملازمینو ته د هغوي د محكمې لخوا ټي ډي اے وركولې شي۔ د پي اے سي چیئرمېن ووئيل د معاونینو ترنامې لاندې د مفت حج كوؤنكو فهرست به پبلك كولے شي۔ د غونډې څخه ??روستو د پي اے سي چيئرمېن نور عالم خان ميډيا سره خبر?? كښې ووئيل د حج خرڅونو سره اړوند فرانزک آډټ به كولې شي۔