سیالکوټ۔16جولائی(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي د تحريك انصاف په دور كښ?? هره څانګه تنزل او بدحالۍ سره مخ پاتې شوه ٬ شهباز شريف هېواد ستونزو او چېلنجز څخه ويستلو كښ?? مهم كردار ترسره كړو٬ ځوانانو ته د زده كړو آسانۍ وركولو ??و دوئي تربيه كول د وزيراعظم شهباز شريف ويژن دے ٬ خپلې كاركردګۍ سره به اولس ته ځوو۔ د اتوار په ورځ په ګورنمنټ كالج وېمن يونيورسټي سيالكوټ كښ?? د لېپ ټاپ سكيم دستورې ته خپل خطاب كښ?? ده ووئيل د زده كوؤنكو اختيارمن?? جوړولو ??ا سكيم شهباز شريف هغه مهال پېل كړے وو كله چې دې د پ??جا?? اعلی وزير وو٬ د پ??جا?? انډومنټ فنډ د لارې د لكھونو په شمېر طالبعلمانو ته د هېواد دننه او بهر د زده كړو ترلاسه كولو موقعې وركړې شوې۔ دانش سكولونه پېل كړې شول ٬ په وروستو دورونو كښ?? په دې كار ونكړے شو او دا د افسوس وړ خبره ده۔ ده ووئيل په تېرو 13 مياشتو كښ?? چې شهباز شريف د وزيراعظم په حېث كوم كردار ترسره كړو بل چا نه شو ترسره كولې۔ 12 ګوندونه ځان سره اخستل آسان نه دي۔ ده ووئيل اوس زمونږ د اقتدار وخت په بشپړ كېدو دے ٬ مونږ ټولو له به د اولس په خذمت كښ?? حاضرېدل وي هغوي به پرېكړه كوي۔ده ووئيل زمونږ په دور كښ?? تر ټولو لويه مسئله د آئي اېم اېف د پروګرام وه ٬ دا كومه د وياړ وړ خبره نه ده خو چې كوم صورت حال سره هېواد مخ وو په هغې كښ?? د شهبار شريف نه غېر بل چا آئي اېم اېف سره دا لوظنامه كولې نه شوه۔