اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لنډمهاله وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي چې د چيئر لفټ پېښې ځپلي په كاميابۍ سر?? رېسكيو كړې شوي٬ د ټولټاكنو د نيټې اعلان به الېكشن ??مېشن ??وي٬ لنډمهاله حكومت په دې كښې هېڅ كردار نه لري٬ د ټاكنو كمېسون له حلقه بنديو لپاره لږ نه لږ څلور مياشتې پكار دي٬ سياسي ګوندونو له 54 ورځې انتخابي كمپائن له هم وركول دي٬ په انتخاباتو كښې معمولي تاخير كېدې شي، مونږ خپل كار پېل كړے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ “سي اېن اېن انټرنېشنل” سر?? خپلو خبرو كښې كړې۔ د چيئر لفټ پېښې پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د چيئر لفټ پېښه د خېبر پښتونخوا په لرې پرته بټګرام سيمه كښې رامخئ ته شوې چرته چې په رېسكيو هڅو كښې ډېرې ستونزې وي۔ ده ووئيل كله چې ضلعي انتظاميې ته اطلاع وشو نو ھغوي صوبائي او وفاقي اتهارټيز سر?? رابطه وكړه٬ د آرمي ايوي ايشن، پاکستان ايئر فورس، د پاکستان آرمي سپيشل سر??س د ګروپ ځوانانو او جنرل آفيسر کمانډنګ په كاميابۍ سر?? رېسكيو اپرېشن ??ړې او ټول متاثرين ئې حفاظت سر?? راكوز كړېدي۔ ده ووئيل چې صوبائي حكومت د ټول چيئر لفټس د تفصيلي معائنې احکامات جاري كړې دي او د ټول چيئرلفټس معائنه جاري ده او دا خبره باوري كولې كېږي چې بيا لپاره داسې پېښه رامخې ته نه شي۔ مرتضيٰ سولنګي ووئيل دا سيمه د كال 2005 زلزلې او د كال 2010 سېلاب سر?? ځپلې شوې وه، دلته انفراسټرکچر تباہ شوې ٶ٬ تاسو په دې پوهېدې شۍ چې موسمياتي بدلون څنګه دا سيمه ځپلې ده۔ د الېكشن د تابيا پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووېيل اليکشن کميشن آف پاکستان آئيني ادارہ ده كومه چې د ټولټاكنو كولو ذمه واره ده ٬ ټاكنو كمېسون له حلقه بنديو لپاره لږ نه لږ څلور مياشتې پكار دي٬ سياسي ګوندونو له 54 ورځې انتخابي كمپائن له هم وركول دي٬ په انتخاباتو كښې معمولي تاخير كېدې شي، مونږ خپل كار پېل كړے دے۔ ده ووئيل لنډمهاله حكومت په وړومبۍ اوونۍ كښې چارج سنبهال كړې٬ مونږ خپل كار پېل كړې دې او د ټاكنو كمېشن د وړاندې نه خپل ټائم ټېبل جاري كړے دے۔ ده ووئيل د ټولټاكنو د نيټې اعلان به الېكشن ??مېشن ??وي٬ لنډمهاله حكومت په دې كښې هېڅ كردار نه لري