اسلام آباد 26 ستمبر (اے پی پی) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي ??اک??تان يو آزاد او خپلواكه هېواد دے،مونږ د خپلو قامي مفاداتو تر مخه پريكړې كوو، چا له هم پخپلو چارو كښې د لاس وهنې اجازه نه وركو??، انتخابی عمل به په سپيځلي ډول ترسره كولې شي،مونږ ډير زر انتخابی عمل پېل كونكې يوو ، انتخابی عمل كښې په انتظامی كچه د چا هم مرسته یامخالفت نه كو??، افغانستان كښې استحکام د دواړو هېوادونو په ګټه دے، تحریك طالبان ??اک??تان پشمول د نورو ډلو د ??اک??تان په ضد د افغان خاوري په كارولو تشویش لرو،د افغانستان عبوری حکومت دې خپله خاوره د كوم هم هېواد په ضد ونه كاروي۔ د ترکيې ټی وی “ټی آر ټی” سره مركه كښې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل مونږ د تحریك انصاف ، مسلم لیګ (ن) یا پیپلز پارټي پشمول د هر سياسي ګوند د سیاسی حقونو تحفظ به باوري كوو۔تر څو چې د امناك احتجاج تعلق دے دا د هر يو ګوند حق دے خو د تشدد احتجاج به ونه زغملے شي ۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل انتخابی حلقه بندۍ د الیکشن کمیشن آئ??نی ذمه واری ده۔كه چرې مونږ د قانون د سرلوړۍ خبره كوو نو موڼږ له به پھ دې عمل هم كول وي۔ په انتخابی حلقه بندیو اعتراض په تېر پارلیمنټ كښې د قانون سازۍ په وخت مخ نيوے كيدے شو او هم هغه درست فورم ؤ۔ ده ووئېل مونږ له به د قانون او آئین پاسداری کول وي۔ كه آئین مونږ ته د نوې حلقه بندیو وئېلے شي نو الیکشن کمېشن د نوو حلقه بندو پابند دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ??اک??تان پشمول د هر هېواد په سیاسی کلتور كښې د سازشي تھیوری ګردش وي۔ده ووئيل د عمران خان حکومت ختمولو په اړه د مداخلت تورونو پخپله امریکې تردید کړے۔ځيني وخت سیاستمدار اولسې مرسته ترلاسه كولو له داسې موقف خپلوي۔ده ووئيل مونږ يو خپلواكه قام يو۔دا خبره به باوري كوو چې كوم هم بهرنې طاقت د ??اک??تان په كورنيو چارو كښې مداخلت ونه کړې۔د خپلي ګټي تر مخه به پريكړې كوو۔د پی ټی آئی تير حکومت اقتدار څخه بهر كولو په اړه نګران وزیراعظم ووئيل آئین كښې د كوم هم حکومت جوړولو يا ختمولو په اړه تګلاره شته،د ??اک??تان پارلیمانی تاریخ كښې په وړومبي ځل دې كار لپاره آئ??نی لاره خپله كړې شوې۔دې لپاره دا ټول عمل آئ??نی ؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د بده مرغه درې څلور لسيزو راهسې زمونږ د سویلین ادارو کارکردګی ښه نه وه۔صحت ، تعلیم، ټیکس وصولي یا د قدرتي آفتونو مخنيوي پشمول بيلو څانګو كښې د کارکردګۍ په اړه مونږ چیلنجونو سره مخ يو او مونږ مجبوراً د پوځ په شان د منظم ادارې څخه معاونت غواړو۔ده ووئيل د ګورننس پشمول په خپلو ټولو ناكامو پرده اچولو لپاره تر ټولو آسانه لاره دا ده۔مونږ له به د سویلین ادارو استعداد کار زياتول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل افغانستان كښې ناټو عسكر تر څو كلونو موجود وؤ،هغوي هلته 2 ټریلین ډالره خرڅ كړې خو د دې باوجود ځينې مسئلې اوس هم شته او 15،16 كلونو راهسې د افغانستان خاوره په ??اک??تان كښې د ترهه ګرو بريدونو لپاره كارولې كېږي۔مونږ د دې ډول ترهه ګرۍ مخنيوي له چمتو يو او مونږ په دې اړه لوئي کامیابۍ ترلاسه كړي۔ ده ووئېل تر 20 كالو امریکا او اتحادي پوځونه په افغانستان كښې خپل وخت او وسائل لګولو باوجود سنټرل اتھارټی جوړولو كښې بريالي شوي نه دي ۔ ده ووئيل ??اک??تان د پولې پورې غاړه څخه ترهه ګرۍ بريدونو مخنيوي لپاره ځيني سکیورټی اقدامات كړې۔تحریك طالبان ??اک??تان (ټی ټی پی ) ??اک??تان په ضد د تشدد کارروائیو لپاره د افغانستان خاوره استعمالوي ٬ په دې موڼږ سخت تشويش لرو۔ ده ووئېل مونږ د افغانستان عبوری حکومت سره دا معامله پورته كړې۔ د خپلي خاوري او اولس حفاظت لپاره به هر ډول اقدام كوو۔ ??اک??تان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ??اک??تان لوئي کامیابۍ ترلاسه كړې۔ ??اک??تان يواځنے قام دے كوم چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 90 زره څخه زياتې ځاني قرباني وركړې ده۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ??اک??تان د هند سره اړيكي په مختلف تناظر كښې ګوري۔ ??اک??تان د معاشی مسئلو سره مخ دے دغسې هند هم د معاشی مسئلو ښكار دے۔ده ووئيل د ??اک??تان سباؤن روښانه دے۔