اسلام ??با?? 27 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ غړو د سينيټر رانا مقبول احمد او پخوانې سينيټر اېس اېم ظفر په م??ينه د غم دړد څرنګندونه كولو ??ره وئيلې دي د ارواښادو د هېواد په پارلماني سياست كښې خدمات به تل ياد ساتلے شي٬ ارواښادو د جمهوري اقدارو ودې او د آئين سرلوړۍ لپاره د قدر وړ خدمات تر??ره كړي٬ په سياسي او سماجي خدمات حق رسېدليو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د ارواښادو د غمرازۍ په رېفرنس خپلو خبرو كښې س??نېټرز منظور احمد کاکړ٬ مشتاق احمد٬ يوسف رضا ګيلاني٬ نثار کھوړو ٬ رضا رباني ٬ رخسانه زبېري٬ مولانا عبدالغفور حېدري٬ عرفان الحق صديقي٬ حاجي هدايت الله٬ کرشنا کماري٬ ثناء جمالي ٬ نزهت صادق٬ علي ظفر ٬ د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ سېنېټر خالده عطيب ووئيل ارواښاد ??ره مونږ د كار كولو لويه تجربه لرو٬ دوي به د ??ون??ئرز ډېر احترام كولو، دې ووئيل د سېنېټر اېس ايم ظفر قانوني چارو پحقله خدمات به تل ياد ساتلے شي۔ په غونډه كښې سينيټرز وقار مهدي، ډاکټر مهر تاج روغاني، مولانا فيض محمد، فوزيه ارشد، خالده سکندر مهندرو، رانا محمود الحسن، محمد اکرم او ډاکټر مصدق ملك هم د غمرازۍ په ريفرنس خپلې خبرې وكړې