اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئيلي دي د یونېسف خدماتو ته د روغتيا په ??ان??ه كښې د قدر په سترګه ګورؤ٬ هېواد مو پوليو څخه د پاك كولو عزم كړے دے٬ په غذائی قلت قابو موندلو له د يوې بشپړې تګلارې لاندې كار كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د يونېسف استازي عبد الله فادل سره خبرو كښې وكړه كوم چې د ګل په ورځ وفاقي وزير سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د روغتيا ??ان??ې سره په اړوندو او د شريكې خوښې په نورو چا??و د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقعه د مهمې ذمه وارۍ په ترلاسه كېدو د يونېسف استازي عبد الله فادل وفاقي وزير ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل د روغتيا ??ان??ې بهترۍ لپاره يونېسف له خپل اړخه بشپړه مرسته كوي۔ په دې موقعه در وغتيا وفاقي وزير ډاكټر نديم جان ووئيل مونږ د روغتيا په ??ان??ه كښې د يونېسف خذماتو ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ یونېسف په هر يو سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ده۔ ده ووئيل مونږ هېواد څخه د پوليو ختمولو عزم كړے دے۔ ده ووئيل په غذائي قلت قابو موندلو له د يوې بشپړه تګلارې لاندې كار روان دے۔ ده ووئيل د نګران وزيراعظم په مشرۍ كښې به د اولس خېر ښېګړې له ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔