اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) هندي ناظم الامور د نهې په ورځ خارجه وزارت ته طلب كړے شو او ده ته د هندي پوځ د ډزو په نتيجه كښې د آزاد كشمير كوټلي ضلعې د او??ي كلي ا??سېدونكي 60 كلن وګړي غياث په شهادت د پاكستان لخوا سخت ا??ت??اج ريكارډ كړے شو۔ دا پېښه د روانې مياشتې په 21 مه نېټه د لائن آف كنټرول (اېل او سي) په نكيال سېكټر كښې رامخې ته شوه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان په لائن آ ف كنټرول د امن او امان په ځايې د ساتلو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دا ډول كارروايۍ د كال 2003 د سيز فائر تفاهم ښكاره خلاف ورزي ده د كوم تجديد چې د كال 2021 په فرورۍ مياشت كښې شوې وو۔ د بيان له مخې په دې خبره زور راوړلې شو چې هندي ځواكونه بايد زيات ا??تياط وكړي ولې چې د بې ګناه وګړو په نښه كول د انساني وقار او نړيوالو بشري حقونو خلاف ورزي ده۔ په هند زور راوړلے شو چې هغه دې د پېښې پلټنې وكړي ا?? د سيز فائر تفاهم دې احترام وكړي۔