ا??لا?? آباد۔12ستمبر(اے پی پی) ??در مملكت ډاكټر عارف علوي چين سره د تجارت ٬ معيشت ٬ كلتور او دفاع په څانګو كښې د همكارۍ مضبوطولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې پاکستان چین سره ستراتيجيكي اړيكې لا مستحكمول غواړي۔ د ايوان ??در پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان ل??خې د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان لپاره د چين نومولي شوي سفير چیانګ زئے دنګ سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ كوم چې ??در مملكت ته د نهې په ورځ خپل سفارتي سندونه وړاندې كړل۔ ??در مملكت ته د وېنېزوېلا او کولمبیا سفيرانو هم د سفارتكارۍ خپل سندونه وړاندې كړل او ده سره يۍ جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ پاكستان د چين نومولې شوي سفير هركلي كولو سره ووئيل پاكستان چين سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي ، چين تل په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ده۔ ده ووئيل پاكستان د سي پېك لاندې د ټولو روانو منصوبو په وخت د بشپړ كولو عزم لري۔ ??در د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ سره سره د جموں وكشمير شخړې په اړه د پاكستان د اصولي دريځ په مضبوط ملاتړ د چين مننه وكړه۔ ??در مملکت ډاکټر عارف علوی سره د وېنزوېلا نومولي شوي سفیر هوزے رافیل سلوا اپونټے هم ملاقات وكړه۔ ??در په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل د وېنزوېلا سرمایه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔ ??در مملکت سره د كولمبيا نومولې شوي سفير جول??و اینیبل ریانو ویلانډیا هم ملاقات وكړو۔ ??در ډاکټر عارف علوی کولمبیا سره د اقتصادي ٬ كلتوري او تجارتي اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړو۔ ??در مملکت سفيرانو ته په تعينات كېدو مباركي وركړه او دوئي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده هيله ولرله چې سفيران به پاكستان سره دوه اړخيزه همكاري سوا كولو له خپل كردار ترسره كړي۔