اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) صدر ??اكټر عارف علوي د ??اک??تان او بحرین ترمينځه د قوي معاشي ، تعلیمي او ثقافتي رابطو جوړولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي ??اک??تان بحرین سره د ورورولۍ خپلې اړ??كې مهمي ګڼي۔د جمعې په ورځ ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه كراچۍ ګورنر هاؤس كښې د بحرین لپاره د ??اک??تان نومولي شوي سفیر ثاقب رؤف سره د ملاقات په مهال وكړه ۔ صدر مملکت ووئيل د ??اک??تان سفارتخانه دې د ??اک??تان څخه هنر مند لیبر فورس تبادلې او غیر ملکي ترسیلات زر زياتولو لپاره كار وكړي۔صدر ووئيل ??اک??تان څخه د قدر وړ برآمدات زياتولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل نومولے سفیر دې د بحرین سره دوه اړخيزه تجارت او افرادي قوت برآمد كولو ته پام لرنه وكړي۔ صدر ووئيل مختلفو سماجي او اقتصادي څانګو او په خاص توګه انفارمېشن ټیکنالوجي او مصنوعي ذهانت كښې د ه??رمند افرادی قوت طلب زياتيږي۔ ډاكټر عارف علوي نامزد سفیر له مبارکي وركولو سره هغه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔