اسلام آباد 09 اكتوبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي حج آسان او كم مصرفه جوړولو لپاره دې اقدامات وكړے شي٬د حاجيانو لپاره په كېدونكو انتظامات به كوم ډول سمجهوته ونه كړې شي او په كم مصرف كښې دې ښې آسانۍ وركول باوري كړی شي٬د نجي څانګو ??ام?? نګراني كولو سره دا ??بر?? باوري كړې شي چې د هغوي په توسط د پرائيوېټ سكيم له مخې تلوونكو حاجيانو ته دې كوم ډول ستونزې ورمخې ته نه شي او حج پالېسي دې وفاقي كابينې ته د منظورۍ لپاره سمدستي وړاندې كړی شي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د مذهبي چارو وزارت غونډه وشوه۔په غونډ?? كښې د وزارت كاركردګۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم د حج په اړه د اقدامات او حج پالېسۍ 2024 تيارۍ پېشرفت نه هم خبر كړے شو ۔د غونډې ګډون كوونكو سره په ??بر?? كښې وزيراعظم ووئيل د حج غوندې مهمې مذهبي وظيفې ترسره كولو له د حاجيانو آسانې او كم مصرفه جوړولو لپاره اقدامات وكړئ ۔ده سپارښتنه وكړه چې د حاجيانو لپاره په كېدونكو انتظاماتو به كومه سمجهوته ونه كړې شي ۔ده دا هم امر وكړو چې د نجي څانګو ??ام?? نګراني سره دا دې باوري كړې شي چې د هغوي په توسط د پرائيوېټ سكيم له مخې تلوونكو حاجيانو ته كوم ډول ستونزې ورمخې ته نه شي٬ حج پالېسي دې وفاقي كابينې ته د منظورۍ لپاره سمدستي وړاندې كړی شي۔په غونډ?? كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير انيق احمد٬د مذهبي چارو وزارت اېډېشنل سېكرټري او اړوند چارواكو ګډون كولو۔