ملګري ملتونه – 30 اګست (اے پی پی) پاکستان د ملګرو م??تونو د امن په ځائې كوؤنكو مشنز په فعاله توګه نافذ كولو او د هدفونو ترلاسه كولو له په دې مشنز كښې كار كوؤنكو ځواكونو ته د بشپړه وسائلو په وركولو زور راوړې۔دا خبره ملګرو م??تونو كښې د پاكستان مستقل استازدې ډاكټر مليحه لودھي د ملګرو م??تونو سلامتي كونسل ت?? خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د ملګرو م??تونو امن مشنز ته دې ټول وسائل وركړې شي د دوئي كاروائۍ بايد د زمكيزو حقائقو ترمخه وي۔دې په دې مهال د يو اېن پيس كېپنګ فورسز استعداد ك??ر كښې زياتو??لي له د ګامونو پورته كولو په حاجت هم زور ر??وړ??۔ دې ووئيل پاكستان د نړيوالې ادارې پیس کیپنګ آپرېشن كښې مهم كردار ترسره كوي۔ پاكستان په دې لړ كښې د 6 لسيزو تجربه لري او د خپلو تجربو په رڼا كښې مونږ وئيلې شو چې نړيوالې ادارې بايد دا عمليات لا فعاله جوړولو سره سره يو اېن فورسز ته د وسائلو رسنې ته پاملرنه وكړي۔ ډاكټر مليحه لودھي ووئيل چې د ستونزو اصل سوبونو ته رسېدو نه غېر د امن په ځائې كولو اهداف ترلاسه كېدې نه شي۔ د بې وسۍ ختمول ٬ بېروزګاري او سماجي پرمختګ له ګامونه پورته كول او سياسي شخړې هوارول داسې چارې دي كومو ته به چې زيات پام كول وي۔