اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د منصانه هڅو اخلاقي ٬سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ نړيوال?? ورورولي ??و ملګري ملتونو دې مقبوضه كشمير ??ښې د هندي زور ظلم او زياتي خبر واخلي۔ كشميري اولس سره كړې لوظونه بايد وپاللې شي۔ د جمعې پ?? ورځ د كشمير تورې ورځې په مهال خپل پېغام كښې خارجه وزير ??ه نړيوال?? ورورولۍ ??و ملګرو ملتونو زور راوړو چې دوئ دې كشميري اولس سره كړې خپل لوظونه وپالي او په كشميري اولس د هندي زور ظلم او زياتي دې خبر واخلي۔ ده ووئيل د تېرو 69 كلونو په مهال قابض هندي ځواكونو د زرګونو په شمېر بې ګناه كشميريان ووژل ۔ د كشميري مېرمنو سپكاوې ئې كړې۔ د لكھونو په شمېر مېرمنې كونډې او كوچنيان يتيمان كړې شول۔ كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه كولو سره خارجه وزير ??وئيل پاكستان به د آزادۍ تر ترلاسه كېدو د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره د روانو هڅو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده په نړيوال?? ورورولۍ ??و ملګرو ملتونو زور راوړو چې هغوي دې مقبوضه كشمير ??ښې هندي ځواكونه په بې ګناه كشميري اولس د زور ظلم او زياتي څخه منع كړي او د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې دې د كشمير ??سئله حل كړې شي د كوم چې دوي سره لوظ شوے