اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) پاکستان په چېري کوټ او نیزہ پیر سېکټرز كښې په اېل او سي د ډز بندۍ په خلاف ورزۍ هند سره سخت احتجاج كولو سره د هند دوهم هائي كمشنر ??ارجه دفتر ته رابللې او د جنګ بندۍ د خلاف ورزيو غندنه ئې كړې۔ تېره ورځ په چېري كوټ سېكټر كښې د هندي ډزو په نتيجه كښې ټروتي كلي كښې يوه مېرمن او په نېزه پير كښې دوه وګړي شهيدان او پنځه ژوبل شوې ؤ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ډائرېكټر ج??رل (سوئيلي آسياء او سارك) د جمعې په ورځ د هند دوهم هائي كمشنر ??ے پي سنګه رابللو سره د هندي ځواكونو لخوا په ډزو احتجاجي مراسله حواله كړې۔ خارجه وياند ووئيل چې د ضبط او زغم د غوښتنې باوجود د هند لخوا د جنګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزي روانه ده۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل هند سږ كال په كنټرول لائن او وركنګ باٶنډري 1300 ځله د جنګ بندۍ خلاف ورزي كړې او په نتيجه كښې ئې 52 كسان شهيدان او 170 ژوبل شوي ??ي۔ وياند ووئيل بې ګناه وګړي قصداً په نښه كول يو ناوړه ٬ د انساني عزت او د بشري حقونو د نړيوال قانون په ضد اقدام دې۔ وياند ووئيل چې په هند زور رواړل?? شوې چې ھغوي د لوظنامې پال??ه كولو سره خپل امنيتي ځواكونو د ډز بندۍ د لوظنامې د پالنې كولو پابند كړي