اسلام ??با?? 11 دسمبر (اے پي پي) داخله وزير احسن اقبال د اسلام ??با?? پوليسو آئي جي سلطان اعظم تېموري ته امر كړے چې د اسلام ??با?? پوليس دې صوبو لپاره د تقليد جوګه جوړ كړې شي او په اسلام ??با?? كښې دې ايمانداره او پېشه ورانه صلاحيت لرونكي چارواكي په ځائ كړې شي او د نشه اي توكو په ضد دې عمليات ګړندې كړې شي۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ د اسلام ??با?? پوليسو آئي جي سره په خبرو كښې وكړې چا چې د ګل په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ ده امر وكړو چې اسلام اباد كښې د پوليسو په ماډل تاڼو جوړولو دې عملدرآمد ګړندې كړې شي۔ ده ووئيل د ??را??ېك پوليسو د لارې دې د هېملټ او سيټ بېلټ پابندي باوري كړې شي۔ ده ووئيل چې پوليس دې عام وګړو سره د ښه اخلاقو نه كار واخلي او اېس اېچ اوز دې د ليډرشپ تربيه ترلاسه كړي٬ د ښځينه اېس اېچ اوز دې ټاكنه وكړې شي او د ښځينه پوليسو دې ډاډګيرنه وكړې شي۔