لاهور۔30اګست (اے پی پی) پخوانے وزيراعظم نواز شريف جاتي امراﺀ څخه لندن ته روان شوے۔ نواز شريف به د قربانۍ اختر خپلې كورودانې او ځامنو س??ه لندن كښې لمانځي۔ پخوانے وزيراعظم نواز شريف د اي كے 625 د لارې د دبۍ په لاره لندن ته روان شوے۔ په دې مهال د لاهور په هوائي مېدان امنيت ټينګ كړے شوے و??۔ پخواني هوائي مېدان پلو تلونكې ټولې لارې بند كړې شوې وې۔ ډيوټي وركوونكې ټولې عملې څخه موبائل فون هم اخستلے شوے و??۔ پخواني وزيراعظم ته په مخ ښه وئيلو له په هوائي مېدان د پنجاب اعلی وزير شه??از شر??ف موجود وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د نواز شريف كورودانې كلثوم نواز ٬ حمزه شه??از ٬ د نواز شريف دويمه لور او د خزانې وزير اسحاق ډار اينګور اسماﺀ علي ٬ د شه??از شريف لور ٬ د حمزه شه??از كورودانې او بچي او د شه??از شريف ځوے سلمان شه??از وړاندې نه لندن كښې موجود دے۔ بلخوا د كلثوم نواز مرۍ كښې د كېنسر رنځ تشخيص شوے د كوم علاج لپاره چې هغه لندن ته تلې ده۔